Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت: له بې کیفیته درمل تولیدوونکو او واردوونکو شرکتونو سره قانوني چلن کوو

عامې روغتیا وزارت: له بې کیفیته درمل تولیدوونکو او واردوونکو شرکتونو سره قانوني چلن کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/21

عامې روغتیا وزارت د نړيوالو معيارونو پوره کولو له امله یو شمر کورنیو شرکتونو ته د جي.اېم.پي په نوم د درملو د کيفيت تضمين ځانګړې تصديق پاڼې ورکړې.

له دې سره د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی چې د بې کيفيته درملو او توکو له واردوونکو سره به قانوني چلن وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د نظارت او بررسۍ رییس ممتاز رحیمي وايي: « که موږ د جي.اېم.پي په اړه لنډ تعریف ولرو، عبارت له هغو اصولو او تخنیکي معیارونو ده چې موخه یې د کیفیت تضمین، خوندیتوب،  تولیدي محصولاتو یکنواختي او په ځانګړې توګه درمل دي.»

د روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي بیا وايي، له شپږو هېوادونو د درملو واردېدو شرایطو او لوړو بيو ته په کتو یې په هېواد کې د ۷۲ تولیدي  کارخونو مسوولینو ته د کیفیت لوړولو پالیسي تشرېح کړې چې تر دې دمه د درېیو کارخونو تولید له نړیوالو معیارونو سره برابر پېژندل شوی او له همدې کبله يې ورته يادې تصديق پاڼې وېشلې دي.

جلالي په دې اړه وايي: « دا ګام عادي خبره نه ده چې موږ یې نن د درملو د کیفیت تضمین په برخه کې پورته کوو. موږ په دې ګام سره د درملو په برخه کې خودکفايي خواته حرکت کوو او د خپلو راتلونکو نسلونو روغتیا تضمینوو. دا ګام نه یوازې روغتیايي لاسته راوړنه ده بلکې د اقتصادي او کاري فرصتونو د ایجاد له پلوه هم ستر ارزښت لري.»

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معين مولوي حمدالله ذاهد وايي: « موږ یو چک لېست جوړ کړ او بیا مو د ۷۲ کورنیو فابریکو مالکان او د هغوی تخنیکي مسوولین را وغوښتل او دا چک لېست مو د یوه سیمینار په توګه پوره ورته تشرېح کړ او غوښتنه مو ترې وکړه چې ځانونه له همدې چک لېست سره برابر کړي.»

چارواکي په نړیوالو معیارونو د درملو توليدولو له امله د يادو کارخونو هڅې ستايي او په خبره یې، خپلو تولیداتو ته د لومړیتوب پر ورکولو سربېره، سوداګر باید په بېلابېلو برخو کې په پانګونې سره خپل مسوولیت ادا کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي: « که په هېواد کې د درملو ټولې تولیدي فابریکې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم درمل تولید کړي، دا به نه یوازې د درملو د معیاري او با کیفیته تولید په برخه کې لویه لاسته راوړنه وي بلکې د هېواد په داخل کې به د درملو تقاضا ته هم مناسب ځواب ووايي، پر وارداتي درملو به تکیه راکمه او په تدریجي توګه به د درملو تولیدي فابریکې د هېواد یوه مهمه اړتیا پوره کړي.»

ځينې نور چارواکي بيا په سرحدي ولایتونو کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت مالومولو لپاره د تخنيکي ټيمونو ګومارلو خبر ورکوي او هغو کسان ته د قانوني چلن ګواښ کوي چې بې کیفیته درمل او طبي توکي واردوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: « بې کیفیته درمل او خوراکي توکي باید وارد نه شي. په دې اړه د قانون جوړونې په برخه کې ډېر کارونه شوي او له دې وروسته څوک نه شي کولی بې کیفیته درمل او خوراکي توکه د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي. همدارنګه سرغړوونکو ته درنه سزا په پام کې نیول شوې؛ له یوې خوا به وارد شوي درمل او توکي له منځه وړل کېږي او له بلې خوا سرغړوونکو ته د ملي خائین په سترګه کتل کېږي.»

خو د درملو ځينو تولیدي کارخونو مسوولین بیا وایي، هڅه کوي چې د اړتیا وړ درمل خپله په افغانستان کې تولید کړي، ترڅو په دې برخه کې افغانستان ځان بسیاينې ته ورسېږي.

دوی دغه راز ټينګار کوي چې د عامو خلکو د پوهاوي لپاره دې پر درملو بيې په افغانيو وليکل شي.

د درملو یوې تولیدوونکې کارخونې مسوول نثار احمد ترکی وايي: « دا آرمان یوازې زما او د ترکي فامیل نه و بلکې دا د ټولو افغانانو یو آرمان و.»

له دې سربېره، د تولیدي کارخونو یوشمېر مسوولین بیا وایي،د سیروم تولیدولو په برخه کې یې افغانستان ځان بسیاینې ته رسولی او له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د تولید لا زياتوالي لپاره دې ورته نړيوال بازار هم پيدا کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې پر عملي چارو پیل کېدو ټینګار کړی

د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې پر عملي چارو پیل کېدو ټینګار کړی

جون 16, 2026
کابل نن د افغانستان او منځنۍ اسیا څېړنیزو مرکزونو د سیمه‌ییزې ناستې کوربه  دی

کابل نن د افغانستان او منځنۍ اسیا څېړنیزو مرکزونو د سیمه‌ییزې ناستې کوربه دی

جون 16, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

جون 15, 2026
د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

جون 14, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist