Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/15

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې مېشت کوچي قومونه شکایت کوي چې روغتیایي اسانتیاوو ته یې لاسرسی محدود شوی.

دوی وايي، پخوا به ګرځنده روغتیايي کلینیکونه د دوی سیمې ته ورتلل او د بېلابېلو ناروغیو درملنه به یې کوله، خو په دې وروستیو کې دا خدمات درېدلي او له امله یې دوی د ملاریا او محرقې په ګډون په ګڼو نورو ساري او ویروسي ناروغیو اخته شوي دي.

د کوچي قوم یو تن مشر شمس الحق وايي: « دلته پخوا یوه موسسه وه چې د کوچیانو لپاره یې ډېر خدمت کاوه، دوی به هر ځای په کوچیانو پسې ګرځېدل او د مېندواره ښځو خدمت به یې کاوه او ماشومانو ته به یې واکسینونه ورکول. کوچینان د دښتو غریب خلک دي او روغتیايي خدمتونو ته ډېر ضرورت لري.»

یو تن بل کوچی مشر عبد الحی وايي: « زموږ خلک د صحت په برخه کې له ډېرو کړاوونو سره مخ دي. زموږ کوچییانو لومړنۍ غوښتنه دا ده چې د روغتیا وزارت زموږ د ستونزو هوارولو لپاره لازمه همکاري وکړي.»

دوی د دې ولایت له مسوولینو غوښتنه کوي چې د ستونزې حل لپاره لاس په کار شي او سیمې ته دې مجهز روغتیايي ټیمونه واستوي.

د کوچي قوم یو تن مشر احمد وايي: « موږ غوښتنه کوو چې د ماشومانو لپاره جالۍ راکړې، د ملاریا او محرقې ناروغیو درملنه وکړي او مخه یې ونیسي.»

د کوچیانو یو بل مشر ملک شینواری وايي: « پخوا به په دې برخه کې دواګانې وې، خو اوس زموږ دواګانې او نور شیان کم شوي یا هېڅ نه شته. غواړم دولت زموږ غږ واوري او پاملرنه وکړي.»

د لغمان ولایتي چارواکي هم دا ستونزې مني، خو د حل برخه کې یې د اقداماتو خبره کوي. د مسوولینو په خبره، اوس ‌مهال د لغمان په ډېری سیمو کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي، خو له عامې ورغتیا وزارت سره یې د دې ټیمونو د بیا فعالېدو په تړاو خبرې کړې او هغوی هم د ستونزې د حل ډاډ ورکړی.

د لغمان والي ویاند عبد المالک نیازی وايي: « د روغتیا په بېلابېلو برخو کې چې کوم سیار ټیمونه وو او ولسونو ته یې خدمات وړاندې کول. په راتلونکي کې پلان لرو هغو ساحو کې چې کوچي ولسونه ژوند کوي او له کلینکونو لرې دي، خدمات وړاندې کړو. رییس صاحب د همدې لپاره مرکز ته تللی، ترڅو سیار ټیمونه بېرته فعال کړي او د دوی ستونزې هوارې شي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ د کوچیانو او لرې پرتو سیمو خلکو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو  وړاندې کولو لپاره، په ۱۲ ولایتونو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونه جوړ شوي، خو په وروستیو کلونو کې د مالي سرچینو کمښت، د نړیوالو مرستو راکمېدو او موسمي بدلونونو له کبله یې فعالیتونه یا درېدلي او یا هم په ځینو برخو کې ځنډول شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist