Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هرات: اوبې ولسوالۍ کې د روغتیايي چوپړتیاوو نه شتون له امله د مور او ماشوم مړېنه زیاته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/10

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي،چې په  دغې ولسوالۍ کې روغتیايي چوپړتیاوې پرنشت حساب دي،چې له امله یې ډېر سخت ناروغان، میندې او ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ وي.

دوی وايې که څه هم چې اوبې کې روغتیايي مرکزونه او روغتیاپالان شته،خو د امکاناتو د نه شتون له امله نشي کولای،د خلکو ستونزې حل کړي .

د اوبې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« روغتیاپالان لرو، امکانات نه لرو. دلته د وګړو شمیر ډېر دی، خو امکانات نه لرو.»

د اوبې ولسوالۍ اوسېدونکي وايې،ؤ د روغتیا ترڅنګ د کرنې، اوبو رسونې، ښاروالۍ، ټولګټو پروژو او نورو برخوکې هم بي برخې پاته دي.

دوی وايې،د پوهنې په برخه کې هم ښوونکو له تېرو څو میاشتو راهېسې تنخواوې نه دي ترلاسه کړي او په خبره یې دغې چارې ښوونیز بهیر ټکنی کړی دی. 

د اوبې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« ښوونځي فعاله دي،خو ډېر سست دي، ښوونکي چې تنخوا ونه لري هغه درس ته لیوالتیا نه لري. زده کوونکی چې ښوونکی ونه لري،هغه چیري ښوونځي ته راځي. دا کار دوه طرفه دی، ښوونکی چې تنخوا وانخلي هغه اړ دی،چې ولاړ شي نور کارونه وکړي،ترڅو خپلو اولادونو ته یوه مړۍ  ډوډۍ پیدا کړي.»

وړاندې د عامه خدمتونو د نه رسولو لامل د امنیت نه شتون و،خو اوس چې دا ننګونه نه شته، نو خلک غوښتنه کوي،چې اسلامي امارت دي د دوی د ستونزو حل په برخه کې اقدام وکړي.

ځايي چارواکي هم د خلکو له ستونزو خبر دي خو د حل ژمنه يې کوي .

د اوبې ولسوال احسان الله فیضاني  وايي:« د نجونو لپاره ترشپږم ټولګي پوري فعاله دي، ترڅو چې تر دولسم ټولګي پوري ریاست هدایت وکړي، هغوی به دې ته هم یوه لاره جوړه کړي. هرڅومره چې اسانتیاوي رامنځته شي، دا  د دې لامل ګرځي،چې زموږ خلک له ستونزو سره مخ نه شي. په دې برخه کې هم موږ لازمه پاملرنه کوو.»

د اوبې ولسوالۍ ترڅنګ د هرات په ډېری لرو  پرتو سیمو کې ښځینه روغتیاپالانې او روغتیایي کارکونکې هم کمې دي، چې دې روغتیایي چوپړتیاوې اغیزمنې کړي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist