Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نري رنځ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې هر کال ۱۰ زره تنه له امله ژوند بایلي

د نري رنځ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې هر کال ۱۰ زره تنه له امله ژوند بایلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/25

د مارچ ۲۴مه له نري رنځ (توبرکلوز) سره د مبارزې او عامه پوهاوي له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ سږ کال په افغانستان کې د «هو! موږ کولی شو د ژمنې، پانګونې او خدمتونو وړاندې کولو له لارې نری رنځ له منځه یوسو» په شعار سره داسې مهال ونمانځل شوه چې لاهم د دې ساري ناروغۍ له امله د خلکو ژوند ته خطرونه شته. 

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، په کلني ډول د نري رنځ له کبله شاوخوا ۱۰ زره کسان خپل ژوند بايلي او ورسره د مبارزې لپاره له نړیوالو د مرستو غوښتنه کوي.

د عامې روغتيا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معين عبدالولي حقاني وايي:« د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، هر کال په ۱۰۰ زرو کسانو کې ۱۸۰ تنه په نري رنځ اخته کېږي. زموږ د هېواد په نفوس کې دغه شمېره شاوخوا ۷۵ زره تنو رسېږي او د اټکل له مخې ۱۰ زره نور کسان د دې ناروغۍ له امله مري. په کورنیو او بهرنیو کاري شریکانو غږ کوم چې له موږ سره په دې مبارزه کې د خپلو همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره په بشپړه همکارۍ کار وکړي.»          

د عامې روغتیا وزارت چارواکي له نري رنځ سره د مبارزې ډاډ ورکوي او وایي، له ښارونو سربېره اوس په لرې پرتو سیمو کې هم د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې امکانات برابر شوي.

د عامې روغتيا وزارت د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول رییس هدایت خان هدایت وايي: « په ټول افغانستان کې د توبرکلوز ناروغۍ لپاره وړیا خدمتونه موجود دي او غواړم رهبرۍ ته هم دا پیغام ورکړم چې الحمدالله د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې هغه پرمختللي وسایل لرو چې د توبرکلوز د تشخیص لپاره اړین دي. له موږ سره داسې وسایل هم شته چې له ګاونډیو هېوادونو سره نه شته. زموږ د ټيم، همکارانو او رهبرۍ هدایت او تعهد دا ثابتوي چې موږ غواړو خپل خدمات تر ټولو ښه کړو. په نړیوالو همکارانو غږ کوو، که په دې اړه نړۍ له افغانستانه لاس اخلي، تاسو زموږ استازي یاست او زموږ لاسنیوی وکړئ. انشاالله ډېر ژر به داسې وضعیت راشي چې عامې روغتیا وزارت به په خپلو پښو درېدلی وي.»

له بلې خوا، د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي د نري رنځ له امله د مړینو ثبتولو او شریکولو ترڅنګ وایي، له دې ناروغۍ سره پر ګډه نړیواله مبارزه کولی شي یاده مرګونې ناروغي له منځه یوسي.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازی اډوین سالوادور وايي: « یوازې په ۲۰۲۳ زېږدیز کال ۱.۲۵ میلیونه خلکو د نري رنځ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰.۸ میلیونه خلک په دې ناروغۍ اخته شوي دي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې چارواکي هم په افغانستان کې د دې ناروغۍ اصلي لاملونه فقر، خوارځواکي، کډوالي او لازمو روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي نه لرل بولي او پر خپلو ټولو نړیوالو شریکانو غږ کوي چې له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره مرستې زیاتې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادراې استازی سټیفن رادریکاوس وايي: « په داسې حال کې چې خوارځواکۍ، بېوزلۍ او کډوالۍ پر توبرکلوز د خلکو اخته کېدو ته لا ډېره زمینه برابره کړې، ترڅنګ يې ښځې او کډوال لازمو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی هم نه ‌لري. له ټولو همکارانو هیله کوو چې د نري رنځ د مخنیوي، تشخیص او درملنې په برخه کې د پانګونې او ټولنیز ګډون زیاتوالي ترڅنګ د عامه پوهاوي په لوړولو کې له موږ سره مرسته وکړي.»

نری رنځ، سل یا توبرکلوز یوه مرګونې ساري ناروغي ده چې په ۱۹۹۳ زېږدیز کال د روغتیا نړیوال سازمان(ډبلیو.اېچ.او) له خوا د مارچ ۲۴مه د يادې ناروغۍ پر وړاندې د جدي مبارزې او ګامونو پورته کولو لپاره ځانګړې شوه.

 له هغه وروسته د مارچ ۲۴ مه په ټوله نړۍ کې د توبرکلوز د نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist