Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فراه ولایت کې ۵ نوي روغتیايي مرکزونه جوړېږي

فراه ولایت کې ۵ نوي روغتیايي مرکزونه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/19

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالسۍ معین په فراه کې د روغتیایي خدمتونو د کموالي په اړه د خلکو ستونزې او شکايتونه مني، خو په خبره يې سرپرست حکومت هڅه کوي چې دا ستونزې حل کړي.

محمد حسن غیاثي وایي، په نوي کال کې به د فراه په يو شمېر ولسوالیو کې پنځه نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شي چې له ۳۰ تر ۴۵ بسترونو ظرفیت به ولري او په دې توګه به د خلکو ستونزې په نسبي توګه راکمې او روغتيايي خدمتونو ته به لاسرسی زیات شي.

غیاثي زیاتوي:« موږ پلان لرو چې په پنځو ولسوالیو کې عمومي روغتونونه جوړ کړو. دا روغتونونه به له ۳۰ تر ۴۵ بسترونو ظرفیت ولري. زه فکر کوم د روان کال تر پایه به په دې بریالي شو چې دغه پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارو. په دې سره به زموږ په روغتونونو کې پر فعالو بسترونو ۱۲۰ نور بسترونه هم ورزیات شي.» 

بله خوا، یو شمېر ناروغان او د هغوی خپلوان د ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې د درملو او طبي وسایلو د کمښت له امله شکایت کوي.

دوی وايي، ډېری ناروغان اړ دي چې د درملنې لپاره د فراه مرکز ته لاړ شي، خو د دوی په خبره مرکزي روغتون کې هم له ګڼه ګوڼې او د امکاناتو له کمښت سره مخ دی.

د غلام رسول په نوم د یوه ناروغ پایواز وايي:« موږ له لرې ځایونو د فراه مرکز ته راځو. که څوک خپل موټر ونه لري، په لارو زښت ډېر په تکلیف کېږي، کرایه هم زیاته ده او لاره خرابه ده. دلته هم درمل، امکانات او ډاکټران کم دي.»

له یوه بل ناروغ سره مل کس عبدالوارث وايي:« که په روغتونونو کې کلینیکونه زیات شي، دا ډېره ښه خبره ده؛ ځکه چې دلته به د ناروغانو ګڼه ګوڼه کمه شي. موږ په انار دره ولسوالۍ کې د ګڼ شمېر کلیو لپاره یوازې یو لومړنی کلینیک لرو. هلته د ناروغانو شمېر زیات خو د درملو او امکاناتو کچه کمه ده. که نوي روغتونونه جوړ شي، ډېر به ښه شي.»

د فراه ولايتي روغتون ۱۲۰ بسترونه لري، خو هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي.

 د فراه اوسېدونکي هیله ‌من دي چې له نویو روغتیایي مرکزونو سره به په دې ولایت کې د خلکو روغتیایي ستونزې څه نا څه کمې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist