Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونیسف: افغانستان کې د ملګرو ملتونو له خوا تمویلېدونکي ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي

یونیسف: افغانستان کې د ملګرو ملتونو له خوا تمویلېدونکي ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/13

د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق(يونیسف) په افغانستان د ۱۶۷هغو روغتيايي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکړی چې د ياد صندوق په شمول د ځينو نورو نړیوالو بنسټونو له لوري تمويلېدل.

دا روغتيايي مرکزونو وروسته له هغې تړل شوي چې موده وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي د امریکا د بهرنیو مالي مرستو ځنډېدو له امله، روغتيايي مرکزونو کې له خدمتونو  د شاوخوا ۹ ميليونه افغانانو د محرومېدو خبره کړې وه.

یونیسف په دې اړه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د ياد شمېر روغتيايي مرکزونو تړل کېدل د دې سبب شوي چې ۱.۵۶میلیونه خلک روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې اغېزمن شي.

د یونیسف په راپور کې راغلی:« کله چې امریکا د روغتیا له روغتیايي سکټور سره بنسټیزې مرستې بندې کړې، دې حالت اساسي روغتیايي خدماتو ته په لاسرسي کې ځانګړې ستونزې جوړې کړې چې په پایله کې یې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه بند او وځنډول شول او ۱.۵۶ میلیونه خلک یې په روغتیايي برخه کې اغېزمن کړل.»

د يونیسف مالومات ښيي چې د تړل شویو روغتیايي مرکزونو له لارې شاوخوا ۱۳۴زره افغان ماشومان ته خدمتونه وړاندې کېدل، خو د دې سازمان په خبره، د بوديجي کمښت تر دې حده په جدي سونزې بدل شوی چې له امله يې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو لپاره د شته پروګرامونو ځنډولو ته اړ شوي دي. ډاکټران بيا د روغتیا له سکټور سره د نړيوالو مرستې مهمې بولي او د دوام غوښتنه يې کوي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر کمین ساپی وايي: « دا چې زموږ په لرې پرتو سیمو کې د ناروغیو کچه لوړه شوې او په ځانګړې توګه د مور او ماشوم د مړینې کچه په ډېرېدو ده، اړتیا ده چې د روغتیا نړیوال بنسټونه خپلې همکارۍ لا ډېرې کړي، ځکه اوسني وضعیت ته په کتو بسنه نه کوي.»

د سرپرست حکومت چارواکي هم د روغتيا په برخه کې د نړيوالو  او په ځانګړې توګه د يونیسف مرستې او همکارۍ حياتي ګڼي او د ياد سازمان په شمول له ټولو تمويلوونکو غواړي چې د تېر په څېر خپلو مرستو او همکاريو ته ادامه ورکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:« یونیسف په افغانستان کې د کار ډېره اوږده مخینه لري. له نړیوالې ټولنې او ډونرانو غوښتنه کوو چې د یونیسف د فعالیتونو په اړه لا ډېرې هڅې ترلاس لاندې ونیسي. موږ تمه لرو چې افغانستان کې د یونیسف فعالیتونه لاهم ادامه ولري.»

هڅه مو وکړه د موضوع په تړاو د عامي روغتیا وزارت چارواکو نظر هم واخلو، خو پرله پسې اړیکو سره سره  یې ځواب را نه کړ.

 له دې وړاندې د اکپیس څېړنیز سازمان په یوه راپور کې ویلي و چې لا هم څرګنده نه‌ ده چې د روغتیا له نړيوال سازمانه د امریکا وتل به د افغانستان پر روغتیایي کړکېچن حالت څه اغېز ولري؟

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist