Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 د سرطان ناروغۍ نړیواله ورځ ؛ افغانستان کې پر سرطان د اخته کسانو شمېر زیات شوی

 د سرطان ناروغۍ نړیواله ورځ ؛ افغانستان کې پر سرطان د اخته کسانو شمېر زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/05

د فبروري ۴ مه؛ د سرطان ناروغۍ نړیواله ورځ ده. سږکال دا ورځې داسې مهال را رسېږي چې د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو له مخې له تېر کال راهيسې په هېواد کې پر سرطان د اخته کسان شمېر زيات شوی.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وايي، تېر کال د ټول هېواد پر کچه په سرطان د اخته کېدو له ۶ زرو زياتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

 د زمان په خبره، په همدې موده کې بيا نږدې ۴۲زرو کسانو چې وړاندې او يا هم تازه پر سرطان اخته شوي، روغتيايي مرکزونو ته یې د درملنې په موخه مراجعه کړې.

هغه زیاته کړې: « لکه څرنګه چې پر نړیواله کچه د سرطان ناروغۍ پېښې ورځ تر بلې پورته کېږي، افغانستان کې هم د تېر پرتله د دغې ناورغۍ واقعات ډېر شوي. پر نړیواله کچه د واقعاتو زیاتېدو یو علت هم دا دی چې اکثریت خلک له دخانیاتو استفاده کوي، منظم غذايي رژیم نه لري او تر ټولو ستونزمن شی د الکولو کارونه ده. په افغانستان کې هم ځینې علتونه دي چې له امله یې د سرطان واقعات پورته شوي. تېر کال له موږ سره په مرکز کې راجسټر شوي واقعات نږدې ۶ زره نوي واقعات ثبت شوي. همدارنګه نږدې ۴۲ زرو هغو ناروغانو مراجعه کړې چې له وړاندې پر سرطان اخته وو یا هم نوي پر سرطان اخته شوي دي.»  

د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه راز وايي، پر سرطان د اخته کسانو د درملنې په موخه د منظمو خدمتونو وړاندې کولو په هڅه کې دي او په همدې موخه په راتلونکي کې په کابل کې د سرطان د يوه ۲۰۰ بستريز او په ننګرهار کې د ۵۰ بستریز تخصصي روغتون د جوړولو خبر ورکوي.

شرافت زمان په دې اړه وايي: « د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې موږ وکولی شو په زونونو او مرکز کې د سرطاني ناروغانو لپاره منظم روغتیايي مراکز ولرو، ترڅو دوی ته خدمات وړاندې کړي. سږ کال به د تېر پرتله دا ښه وي چې موږ به په مرکز کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره یو ۲۰۰ بستریز مرکز ولرو. انشالله په دې نږدې کې به یې روغتیايي خدمات پيل شي. همدارنګه موږ د هېواد په پنځو زونونو کې منظوري ترلاسه کړې چې په کې د سرطاني ناروغانو لپاره خدمات پيل کېږي. همدارنګه ننګرهار کې به هم ډېر ژر د یوه ۵۰ بستریز روغتون له لارې د سرطان ناورغانو ته خدمات پيل شي.»

ډاکټران د بدن سستي، دردونه، کمزوري او ستړيا په يادې ناروغۍ د اخته کېدو نښې ګڼي او زياتوي، په سرطان له اخته کېدو سره د بدن مقاومت کمېږي او په بدن کې سرطاني سلولونه توليدېږي.

دوی په کور دننه د يادې ناروغۍ پر درملنې د ټينګار ترڅنګ د ناروغانو لپاره د سالم خوراکي رژيم، له نشه ‌يي توکو پرهېز او د ورزش کولو سپارښتنه کوي.

ډاکټر کمین ساپی وايي: « سرطان یوه خطرناکه او وژونکې ناروغي ده چې لومړنۍ نښې او علایم یې دردونه، خستګي، کسالت او ضعیفي او د وزن کمېدل دي. کله چې دا ناروغي په بدن کې سرایت وکړي، لومړی د انسان د بدن معافیت متأثره کوي، د بدن د معافیت سلولونه تر فشار لاندې نیسي او ورپسې د بدن معافیت صفر کېږي او دې ته زمینه جوړېږي چې د بدن نورو برخو ته هم خپور شي. کله چې د بدن نورو برخو ته سرایت وکړي، په وجود کې یوه کتله رامنځته کوي او بیا دغه کتله په سرطان بدليږي.»

ډاکټر عبدالرزاق احمدزی وايي: « سرطان یوه وژونکي ناروغي ده چې بېلابېل ډولونه لري. تر ټولو مشهور یې دوه ډوله دي چې یو یې سلیم دی او بل یې خبیث دی. د سلیم مانا دا دی چې موږ کولی شوی په ځینو حالاتو کې د هغه درملنه وکړو. د مثال په توګه د جراحۍ له لارې یا د کیموټرافۍ په وسیله یا هم د شعا ګانو په وسیله او یا د وجود د معافیتي سیسټم د تقویه کولو په وسیله هغه منځه یوسو.»

ډاکټران دغه راز پر سرطان د اخته کېدو مخنيوي لپاره د خلکو د پوهاوي کچې زياتول مهم بولي او زياتوي، په دې برخه کې د عامه پوهاوي د اساسي پروګرامونو تطبيق ته اړتيا ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist