Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتيا نړيوال سازمان: تېر کال افغانستان کې ۱۷۵ زره تنه پر کولرا ناروغۍ اخته شوي

د روغتيا نړيوال سازمان: تېر کال افغانستان کې ۱۷۵ زره تنه پر کولرا ناروغۍ اخته شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/26

د روغتيا نړيوال سازمان د يوه تازه راپور په خپرولو سره ویلي، د تېر کال په لړ کې له ۱۷۵ زره زيات افغانان د کولرا پر ناورغۍ اخته شوي او له ډلې یې ۸۸ تنو ژوند هم بايللی.

په راپور کې دا هم ويل شوي، په تېر ۲۰۲۴ کال کې د مديتراني ختيځو سيمو کې پرتو هېوادونو له ډلې سوډان، افغانستان او پاکستان کې تر نورو ډېرې د کولرا مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه راز راپور کې په افغانستان او يادو هېوادونو کې پر کولرا د اخته کېدو لامل روغتيايي مرکزونو ته محدود لاسرسی، اقليمي بدلون او طبيعي پيښې يادې شوې.

د راپور یوه برخه کې راغلي: « د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د دې کال تر وروستيو پورې په ټوله کې ۵۹۷ زره ۲۶ مثبې پېښې د ختيځې مديترانې په ۸ هېوادونو کې ثبت شوي. په دې موده کې پر کولرا ۲۶۰ زره ۵۵۲ کسان په يمن، ۱۷۵ زره ۲۶۲ تنه په افغانستان او ۷۶زره ۵۳۷ تنه په پاکستان کې اخته شوي دي.»

ډاکټران کولرا هم د نورو په څېر وژونکې ویروسي ناروغي بولي او د غير صحي خواړو په شمول د حفظ ‌الصحې نه مراعتول د يادې ناروغۍ اصلي لاملونه ګڼي.

ډاکټرعبدالرزاق احمدزی په دې اړه وايي: « د دې ناروغۍ مهمې پېښې په عمر خوړلو کسانو، مېندواره ښځو، ماشومانو او د کمزوري معافیت لرونکو کسانو کې ډېرې پېښېږي. د دې ناروغۍ د مخینوي لپاره باید خپله حفظ الصحه مراعات کړو او ورسره د ککړو خوړو، مېوو او اوبو له کارولو ډډه وکړو. همدارنګه د ناروغۍ پرمهال د زیاتو مایعاتو استفاده کول ګټه لري، ځکه چې دا ناروغي د وجود اوبه کموي.»

ځينې نور ډاکټران په دې نظر دي چې پر کولرا خته کسان ښايي د پاخه عمر لرونکي، ماشومان او مېندوارې ميرمنې وي او زياتوي، په دې ناروغۍ د اخته کېدو په صورت کې بايد ناروغ له صحي خوړو او مايعاتو ډېر ګټه واخلي.

ډاکټرکمین ساپی وايي:« د روغتیا نړیوال سازمان د دې سروې په اړه باید ووایم چې کولرا یوه خطرناکه او مرګونې ناروغي ده او د اخته کېدو په صورت کې د بدن مقاومت کمېږي او که یې مخنیوی ونه شي، د مړینې سبب کېدای شي. دا ناروغي د ډېرو فکټورونو له امله منځته راځي، چې له ډلې یې مهم د پاکو خوړو او اوبو نه کارول دي.» 

د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، په وړم ۲۰۲۳ کال کې پر کولرا د اخته کسانو شمېر له ۲۰۰ زرو هم زيات و او له ډلې یې شاوخوا ۹۰ تنو ژوند بايللی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist