Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي

۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/29

د ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین ملي او فرعي کمپاین له شاوخوا دوه میاشتو وروسته هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د دوشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د لړم په اوومه) پیل شو، چې شاوخوا ۶.۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان به په کې واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین له خلکو غواړي چې په دې کمپاین کې له سیمه ‌ییزو مسوولینو سره همکاري وکړي، ترڅو په منظم ډول درې ورځنۍ لړۍ بشپړه شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي: « د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو. دغه کمپاین به درې ورځې ادامه ولري او په کې به ۶.۲ تنو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کالو کم وي، د پولیو واکسین تطبیق شي. له قومي مخورو، علما کرامو او په سیمه کې له نفوذ لرونکو کسانو هیله لرو چې زموږ د واکسین له ټیمونو سره په سیمه کې مرستندویه اوسي ترڅو د پولیو واکسین کمپاین په سمه توګه تطبیق شي. د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د ټولو هغو ساري ناروغیو مخنیوی وکړي چې د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېږي. همدارنګه، موږ پر لومړنیو روغتیايي خدمتونو هم کار کوو ترڅو وکولی شو د هېواد هر وګړي ته معیاري او عادلانه روغتیايي خدمات ورسوو. د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کې کال کې موږ د پولیو کومه مثبته او تایید شوې پېښه نه لرو، البته کوشش کوو چې د واکسین له لارې د دې وحشي ویروس مخنیوی وکړو.»

عام خلک بیا د عامې روغتیا وزارت له لوري د دې کمپاین له پیلولو خوښ دي او ډاډ ورکوي چې له سیمه ‌ییزو مسوولینو سره به همکاري کوي.

دوی دغه راز له مسوولینو غواړي چې د ګوزڼ پر وړاندې خپلې هڅې لا زیاتې کړي، ترڅو په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.

د کابل ښار اوسېدونکی احمدضیاء وايي: « دا یو ښه ګام دی، ځکه چې پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده او هغه کسان او ماشومان چې په دې ناورغۍ اخته کېږي، د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار کېږي. موږ له خپل دولت، له دې پروګرام او هغه چا مننه کوو چې د دې پلان یې جوړ کړی. خدای (ج) دې دا پروګرام په خیر پای ته ورسوي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عطالله هم ورته نظر لري او وايي: « ډېره ښه لړۍ ده او کورنیو ته ډېره ګټه لري، باید خلک ورسره مرسته او همکاري وکړي ترڅو دا لړۍ مخکې لاړه شي. باید په ټولو ولایتونو کې پلې شي او خلک یې همکاري وکړي.»

ډاکټران هم د عامې روغتیا وزارت دغه اقدام ستایي، خو غوښتنه کوي چې د دې فلج کونکې ناروغۍ پر وړاندې دې په کمپاين کې لومړیتوب هغو ولایتونو ته ورکړل شي چې روغتیایي خدماتو ته په کې لاسرسی محدود دی.

ډاکټر جمال ناصر وايي: « زموږ صحت عامه باید په دې اړه خاصه توجه وکړي، چې لومړی لرې پراته ولایتونه او هغه ځایونه چې د خلکو د تعليم سطحه په کې ټیټه ده او د واکسینونو په اړه پوره مالومات نه لري، تر پوښښ لاندې ونیسي او جدي پاملرنه ورته وکړي.»

ډاکټر کمین ساپی بیا وايي: « اکثریت والدین او هغوی چې د واکسین په برخه کې خپلو ماشومانو ته متوجه دي او واکسینونه په خپل وخت تطبیقوي، د دوی ماشومان ټولنې ته سالم وړاندې کېږي او ورسره له دغو امراضو او ستونزو هم خلاص وي.

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پولیو یا ګوزڼ واکسین دغه تازه درې ورځنی کمپاین په کابل، کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، فراه، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، خوست، پکتیکا، کندز، بغلان او تخار کې پیل شوی چې د روانې میاشتې تر ۳۰مې نېټې به دوام وکړي.

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې د نورې نړۍ پرتله په کې د پولیو یا ګوزڼ پېښې لاهم منځته راځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist