افغاني سرې میاشتې ټولنې د ملک سلمان بنسټ په مالي ملاتړ او کابل کې د يوه خیریه بنسټ په تخنیکي همکارۍ د زرګونه کسانو، چې د سترګو پر ناروغۍ اخته دي، د درملنې لړۍ پيل کړه.
د دغې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور وايي، د دوی اټکل له مخې په دې لړۍ کې به د شاوخوا ۸ زره کسانو د سترګو درملنه وشي او له ډلې به يې شاوخوا ۸۰۰ هغو کسانو سترګې هم عمليات شي، چې جدي ستونزه ولري.
دلاور په دې اړه وايي:« دوی به د ۸ زرو کسانو معاینه کوي، هغه که زموږ او تاسو نارینه وروڼه دي او که ښځينه خویندې دي، مشران وي او که کشران. انشا الله ۸۰۰ کسانو ته به دوی عملیات کوي او د سترګو غمی به ورته اچوي.»
په ورته مهال د البصر خېریه بنسټ مسوولین چې د دوی په تخنيکي همکارۍ ياده لړۍ ترسره کېږي وایي، د سرپرست حکومت په همکارۍ به د زرګونه کسانو د سترګو وړیا درملنه او عملیاتونه وکړي.
د البصر خېیریه بنسټ استازی رضوان بلوچ وايي:« له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا موږ بېرته په افغانستان کې خپل فعالیت پېل کړی، چې په دې لړ کې موږ له ۸۰۰ د زیاتو کسانو سترګې علمیات کړې او دغه راز اوس په پام کې لرو، چې په روغتیایي مرکزونو کې به د ۱۰۰۰ تنو نورو ناروغانو د سترګو عملیات وکړو او هڅه کوو، چې د اسلامي امارت په همکارۍ له ۱۰ زرو د زیاتو کسانو د سترګو درملنه وکړو.»
په ورته مهال د سترګو پر ناروغيو اخته کسان وایي، له کلونو راهیسې یې د سترګو لید ستونزه لري او د اقتصادي ستونزو له امله يې درملنه نه شي کولی.
دوی خوښ دي، چې په کابل کې ورته په وړیا ډول د سترګو درملنې او عملیاتو زمینه برابرېږي.
ناروغ فهیم وايي:« زما سترګې فشار لري، ترڅنګ یې د ښۍ سترګې دید مې هم کم شوی دی. د دې په خاطر علي آباد روغتون او نور روغتون ته مې مراجعه وکړه، خو تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې. اوس له دغې خیریې موسسې خبر شوم، د سرې میاشتې روغتون ته راغلې. دې روغتون ته راغلم او غواړم دلته خپلې درمنلې ته دوام ورکړم.»
ناروغ طاهر وايي:« دوه یا درې کاله مخکې مې د سترګې پرده لرې کړې وه، بیا تېر کال زه دلته راغلم، عملیات مې وکړ، بیا ښه وه، خو اوس یې بیخي دید کم شوی، ړوند یم، اوس په سترګه هېڅ څه نه وینم. د کومې سترګې عملیات مې چې کړی، اوس پرې هېڅ څه نه وینم.»
ډاکټران وايي، په کابل کې د ګرد او خاورو، ويروسي ناروغيو او ځينو نورو ستونزو له امله د سترګو ناروغي زياته شوې، چې باید خلک ته ورته احتياطي تدابېر زيات کړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مالوماتو له مخې، زرګونه نور کسان شته چې د سترګو لید کې ستونزې لري او هڅه کوي، چې د یادو کسانو د وړیا درملنې زمینه هم برابره کړي.