د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي په خپله سیمه کې د روغتیايي اسانتیاوو له کمښت شکایت کوي او وايي، ناروغان د درملنې لپاره ننګرهار یا لغمان ولایتونو ته وړي، خو ډېر کله خپل ژوند په لارو بایلي.
د نورګرام و لسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي: « موږ خپل ناروغان د کټ په وسیله له کلیو او لوړو ځایونو راښکته کوو، بیا یې د درملنې لپاره لومړی لغمان او بیا جلال آباد ته لېږدوو. ډېر ناروغان په لارو کې ژوند له لاسه ورکوي.»
د نوګرام ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی وايي: «د ټولو درو مخه همدې ځای ته ده، لومړی دلته راځي او بیا له دې ځایه جلال آباد ته ځي.»
د نورستان ولایتي چارواکي د خلکو شکایتونه مني خو وايي، په نورګرام ولسوالۍ کې د ۳۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د دغې ولسوالۍ پر کچه د یوه بشپړ روغتیايي مرکز د چارو پیل شوی او په بشپړېدو سره به یې د خلکو ستونزې تر ډیره حل شي.
د نورستان والي قاري زین العابدین وايي: « د روغتیايي مرکز جوړولو چارې پيل شوې دي. په دې مرکز۳۶۰ زره امریکايي ډالره لګښت راځي، ۲۴ خونې به لري او په ټولو عصري وسایلو به سمبال وي. زه زېری ورکوم چې په نږدې راتلونکي کې به نورې پروژې هم پيل کړو.»
بل پلو، د نورستان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دغه روغتیايي مرکز به په ټولو پرمختللو روغتیايي وسایلو سمبال وي او ورسره به د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي نورو ولایتونو ته د درملنې په موخه له تګ څخه خلاص شي.
د نورستان عامې روغتیا رییس مفتي سعد الله نعماني وايي: « دا روغتون به له نړیوالو نورمونو سره سم وي او هر ډول وسایل به ولري. موږ کولی شو د دې روغتون له لارې نه یوازې د نوګرام بلکې د غربي نورستان د ټولو ولسونو اړتیاوې رفع کړو.»
دا مهال د نورستان اړوند نورګرام ولسوالۍ کې روغتیايي اسانتیاوو ته د خلکو لاسرسی ډېر محدود دی. د اوسېدونکو په خبره، شدید ناروغان د درملنې لپاره لومړی لغمان او بیا له هغه ځایه ننګرهار ته انتقالوي.