Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروزګان ولایت کې د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو راټولولو لړۍ پيل شوه

اروزګان ولایت کې د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو راټولولو لړۍ پيل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/24

د ارزګان ولايت د عامې روغتیا ریاست له خوا هغه کمېټه چې په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د بې کیفته او د تاریخ تېرو در ملو د راټولو دنده پر غاړه لري، یو ځل بیا  یې د تاریخ تېرو او بې کیفیته درملو را ټولو لړۍ پیل کړه.

د یاد ولایت عامې روغتیا  ریاست مسوولین وایي، په ښار کي یې یو شمېر شکمن درملتونه مخکې له مخکې لاک او مهر کړي ول چې نن د رسنیو او یو شمېر موظفو ادارو په مخ کي خلاص او وکتل شول.

د یاد ریاست د درملتونونو د څارنې کمېټې مسوول سردار محمد حقیار وايي، د پلټنو پر مهال په یادو درملتونو کي تاریخ تېر او بې کیفته درمل تر لاسه شوي دي.

د حقیار په خبره، هغه کسان چې د ياد کمپاين له ترسره کيدو وروسته بي کفيته او تاریخ تيري درمل په خپل درملتونونو کې وساتي کار ځايونه به يې ورته وتړي.

حقیار زیاتوي: «  موږ  د  ښار اکثر درملتونونه وتړل، تر څو له ښاره بې کیفیته او تاریخ تېره درمل راټول کړو. موږ د عامې روغتیا وزارت له لوري څلور ټيمونه جوړ کړي او د ښار بېلابېلو درملتونونو کې عملا د کار څارنه روانه ده او تاریخ تېره درمل راټولوي. شکایتونه زیات وو او د همدې شکایتونو له مخې په دې کال کې دا درېبم ځل دی چې موږ د ښار درملتونونه څارو او تاریخ تېر درمل راټولو.»

د اروزګان اوسېدونکي د عامې روغتیا ریاست له دي اقدام خوښ دي او غوښتنه کوي چې دا لړۍ دې تر لرو پرتو سیمو هم وغځول شي.

دوی وايي، په ښار کې د بي کفيته او تاریخ تيرو درملو له شتون څخه سخت په تنګ شوي او ډېری وخت  د  درملتونونو له لوري ورباندې تاریخ تېره او بې کفيته درمل پلورل کيږي.

دغه راز دوی وايي، له  مسوولينو غواړي چې هغو کسانو ته دې سخته سزا ورکړي چې تاریخ تيره او بي کفيته درمل پلوري.

د اروزګان یو تن اوسېدونکی حمدالله وايي: « دا ډېر ښه پرګرام دی او باید ترسره شي او تاریخ تېره درمل ټول شي، ځکه دا د مسلمانانو لپاره لوی ګواښ دی.»

د اروزګان یو بل اوسېدونکی شمس الله وايي: « ما درمل اخېستل تاریخ تېره درمل یې راکړل، ورور ته مې ښکاره کړل ویل یې تاریخ یې تېر دی او بیا یې درملتون ته ور وړل ورته یې وویل انسانان پرې وژنې؟ نو زموږغوښتنه دا ده چې د تاریخ تېره درملو پلور ته اجازه ورنه کړي»

شاوخوا درې میاشتې وړاندې هم د عامې روغتیا ریاست د ګډې کمېټې له لوري په ښار کي د شفري نسخو او د تاریخ تیره او بې کیفته درملو د سمون په موخه دا ډول ګامونه اخېستل شوي وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist