Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې پر موسمي ناروغیو د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی

خوست کې پر موسمي ناروغیو د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/24

په خوست کې د ژمي له پیل سره هم مهاله د روغتیا برخې مسوولین  په دغه ولایت کې د موسمي ناروغیو د ډېریدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت ملکي روغتون د داخله ناروغيو ډاکټران وایي، هره ورځ نږدې سلو تنو پورې په موسمي ناروغيو اخته ناروغان د درمنلي په موخه ورځي.

د روغتياپالانو په وينا، که د موسمي ناروغۍ د مخنيوي پر وړاندې وقايوي تدابیر ونه نيول شي نو  انديښنه شته چې يادې ناروغۍ به لا پراختيا پیدا کړي.

د خوست ملکي روغتون د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر فیض احمد وايي: « هره ورځ نږدې ۷۰، ۸۰ ، ۹۰ او یوه نیمه ورځ تر ۱۰۰ هغه ناروغان وي چې موسم  پورې تړلې دي، مراجعین ډېر زیات دي او هره ورځ نږدې له ۱۰ تر ۱۵ ناروغان بسترېږي.»

ورته مهال د یاد روغتون مسوولین ډاډ ښي چې د موسمي ناروغانو د درمنلي لپاره پوره چمتوالي لري.

د دوی په وينا که څه هم د دغه ولایت ملکي روغتون په عاجلو حالاتو کې د بسترونو له کموالی سر مخ دی خو بیا يې هم  هڅه کړې چې اړین درمل او نور خدمات پر وخت تر ناروغانو ورسوي.

د خوست ملکي روغتون سرطبیب عزیزالرحمن مسلم وايي: « په داخله برخه کې خدمات وړاندې کوو، په دې برخه کې موږ هېڅ ډول ستونزه نه لرو. کوم ناروغان چې بستر ته اړتیا لري هغوی بسترېږي او کوم چې عادي درملنې ته اړتیا لري د هغوی درملنه په منظمه توګه ترسره او رخصت کېږي.»

اخوا د خوست  عامې روغتیا ریاست مسوولین هم دغه ولایت کې پر موسمي ناروغیو د اخته کسانو د شمېر زیاتوالی تائیدوي.

 د دوی په خبره د موسمي ویروسي ناروغیو د مخنیوي لپاره یې خلکو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ په روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو د درملنې لپاره اړین درمل هم ځای پر ځای کړي دي.

د خوست عامې روغتیا مشر ډاکټر ګل صاحب شاه شاهین وايي: « موږ دوی ته عامه پوهاوی ورکوو چې ځانونه ګرم وساتي، د ځان محافظت وکړي، بله دا چې کلېنیکونه شته، درمل اضافه شوي او لا یې اضافه کوو.»

موسمي ناروغۍ چې هر کال د هوا د بدلیدو سره هم مهاله ترې خلک رنځ وړي د روغتیاپالانو په باور په دې برخه کې د سړې، ګرمې او یا خرابې هوا سره د خلکو نه پاملرنه یوه له هغو ستونزه ده چې خلک په دا دول ناروغيو اخته کوي.

اندېښنه شته چې په خوست کې د موسمي ناروغیو دا شمیرې ښایي لا ډېرې وي ځکه په دې تړاو ډېری خلک په شخصي روغتیایي مرکزونو او یا کورونو کې د تداوۍ هڅې کوي.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist