Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو ستره کمېشنري ۸۰ قابلو ته روزنه ورکوي

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو ستره کمېشنري ۸۰ قابلو ته روزنه ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/28

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د افغانستان په لرې پرتو سمیو کې د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې رونیز پروګرام پیل کړی.

یادې کمشنرۍ ویلي د دې پروګرام په لړ کې به ۸۰ قابله ګانو ته روزنه ورکړل شي.

یادې کمېشنرۍ زیاته کړې:« د قابلو لپاره د پروګرام د جوړیدو موخه، په افغانستان کې د مور او ماشومانو د مړینې لوړې کچې سره مبارزه ده. په دغه پروګرام کې ۸۰ تنه ځوانې ښځې د هېواد په لیرې پرتو کلیو کې کار کولو لپاره روزل کیږي.»

ډاکتران د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ لخوا قابله ګانو ته د روزنېزو پروګرامونو جوړول مثبت ګام یادوي او زیاتوي چې ورسره به لرې پرتو سیمو ته له روغتیایي خدمتونو سربېره عامه پوهاوی په ښه ډول ورسیږي چې په لړ کې به یې د مور او ماشوم د مړینې کچه کمه شي.

قابله ذاکره ناصري وايي: « موږ او تاسې ټولو ته مالومه ده چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه ډېر کم تر سترګو کېږي، خلک له روغتیايي ستونزو سره مخ دي او دا د دې لامل ګرځي چې په هېواد کې د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه شي. زه د یوې روغتیايي کارکونکې په توګه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ دغه کار ستایم، ځکه چې  د دې زده کړو له مخې به په هېواد کې د مور او ماشوم د مړینې کچه ټیټه شي، د خلکو عامه پوهای به لوړ شي او په روغتیايي برخه کې به په ډېر څه پوه شي.»

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر سید کاشف سیدي وايي: « نه یوازې په مرکز بلکې د ولایتونو په لرو پرتو سیمو کې یې مثبتې اغېرې دا دي چې ‎ د ډېرو ناورغیو مخنیوی به وشي هم د ماشوم لپاره او هم د مور لپاره او له مخې، یې  د مور او ماشوم د مړینې کچه کمېدلی شي. همداسې د نورو ناروغیو مخنوی هم کولی شي. منفی اغېزې یې دا دي چې د ښځینه وو زده کړې بندې دي نو له همدې امله د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړېدای شي او ناروغۍ هم زیاتېدلی شي.»

 

یو شمیرنور ډاکټران بیا  یاد پروګرامونه د ظرفیت لوړونې په موخه مهم بولي، خو اندیښنه له دې لري که افغانستان کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړواجازه ورنه کړل شي؛ په راتلونکې کې به هېواد د ښځینه ډاکټرانو د کمښت او د مور او ماشوم د لوړ ګواښ سره مخ شي.

داخله ناروغیو متخصص ډاکټر کمین ساپی وايي: «دا چې د قابله ګانو لپاره ټرینینګونه او ورکشاپونه دایرېږي، دا د هېوادوالو په خېر او یو نېک اقدام بولو، ځکه هغه ډاکټران چې په دې کې ونډه اخلي د هغوی ظرفیت لوړېږي او ښه خدمت وړاندې کولی شي. بله دا چې د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي دا به زموږ هېوادوالو او ټولنې ته ډېر زیانونه واړوي.»

 ډاکټر عبدالرزاق احمدزی وايي: «دا چې د یو.این.ایچ سي.ار لخوا ۸۰ قابلو ته د روزنې لپاره چې کوم اقدام شوی، که چېرته همداسې پرګرامونو ته دوام ورکړل شي په هېواد کې به د مور او ماشوم د مړینې کچه ټیټه شي، کورنیو ته به عامه پوهاوی ورسيږي او د همدې قابلو په واسطه په لرو پرتو سیمو کې کورنیو ته خدمتونه وړاندې کولی شو.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کېمشنرۍ افغان قابله ګانو ته روزنیز پروګرامونه په داسې مهال جوړوي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې خلک د روغتیا په برخه کې له ستونزو شکایت کوي او له حکومت او نړیوالو روغتیايي سازمانونو د پاملرنې غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist