Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالباري عمر: خوراکي توکي او درمل د خلکو اساسي اړتیا ده او باید ډېره پاملرنه ورته وشي

عبدالباري عمر: خوراکي توکي او درمل د خلکو اساسي اړتیا ده او باید ډېره پاملرنه ورته وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/05

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر نن شنبه د « ۱۴۰۲ کال د زمري پر ۱۴ مه»  ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل، نړۍ کې له اکسيجن وروسته، خوراکي توکي او درمل د خلکو اساسي اړتيا ده چې بايد ډېره پاملرنه ورته وشي.

عمر ویلي، د دې ادارې تشکيل له ۲۷۰ څخه ۴۰۰ کسانو ته لوړ شوی او په خبره یې اوسمهال په ټول هېواد کې تشکيل لري.

ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، اوس مهال له درملو سربېره د خوړو خوندیتوب ادارې هم په ټول هېواد کې فعالې او بازار ته د بې کيفيته خوړو د واردېدو مخه نيول کېږي.

د عمر په وینا په تېر يوه کال کې یې شااوخوا ۱۰ کارخونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي چې يوه بېلګه يې سنو فارما فابريکه ده چې د نړۍ په ۸۰ هېوادونو کې ثبت ده.

دغه راز نوموړي ویلي، په تېر يوه کال کې، د څه د پاسه ۶۵ ميليارده ۲۵۸ ميليونه افغانيو په ارزښت، ۲۱ زره ۴۰۲ قلمه درملو او روغتيايي محصولاتو ته د وارداتو اجازه ورکړل شوې ده.

د یادې ادارې د مالوماتو له مخې،په تېر يوه کال کې، څه د پاسه ۲ زره او ۲۰۰ درمليزو تاسيساتو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې او په همدې موده کې شااوخوا ۳۰۰ ټنه درمل سوځول شوي او ۵۰ ټنه نور يې سوځولو ته چمتو شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist