Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: روان کال به ۱۷.۶ میلیونه افغانان روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري

د روغتیا نړیوال سازمان: روان کال به ۱۷.۶ میلیونه افغانان روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/13

 د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په روان  ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې به د افغانستنان ۱۷.۶ میلیونه وګړي روغتیایي مرستو ته اړتیا ولري.

روغتیا نړیوال سازمان له خپلو ټولو هغو همکارانو مننه کړې،چې په افغانستان کې د روغتیايي سکتور ملاتړ کې ورسره مرسته کوي.

یاد سازمان زیاته کړې:« اټکل کیږي،چې په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې به ۱۷.۶میلیونه افغانان اړینو روغتیایي مرستو ته اړتیا ولري. موږ له خپلو ټولو هغو همکارانو مننه کوو،چې په  افغانستان کې د روغتیايي سکتور ملاتړ او د دې سکتور ستونزې راکموي.»

بل لور ته د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ډېری سیمو کې یې نوي روغتیایي مرکزونه فعال کړي او تر شپږ زره نوي کارکوونکو یې پر دندو ګومارلي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان وايي، د وروستیو اقداماتو په پایله کې د هېواد پر کچه د مور او ماشوم د مړینې کچه کمه شوې.

زمان زیاتوي:«موږ په دې وروستیو کې  د روغتیا نړیوال سازمان سره،یونېسف ادارو سره د رهبرۍ ناستې ترسره شوي او هغوی موږ ته ډاډ راکړی دی،چې په دغه برخه کې به له موږ سره همکار پاتې شي. ستونزې ډېری زیاتې موجودې وې، البته د مور او ماشوم د مړېنه کچه ډېره زیاته پورته شوې وه، خوشبختانه،چې اوس په ډېری سیمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي،۶ زره نوی روغتیايي پرسونل وګومارل شو. همدا لامل شو،چې په داخل د هېواد کې اوس د مور او ماشوم د مړېنه کچه راکښته شوې.»

دغه راز زمان وايي، روان لمریز کال کې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ۶۰۰ نوي روغتایي مرکزونه جوړوي،ترڅو روغتیايي خدمات ټولو ته په مساوي ډول ورسیږي.

هغه زیاته کړه:« د اسلامي امارت په راتګ سره په دې تېر یو نیم کال کې موږ نږدې ۲۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړل. همدا راز زموږ ګرځنده روغتیايي ټیمونه هم وخت پر وخت هغو سیمو ته،چې هلته ثابت روغتیايي مرکزونه نه ول، ورغلي او هلته یې خدمات وړاندې کړي دي. زموږ پلان دا ده،چې په دغه کال به انشاء الله نږدې ۶۰۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړوو. په دې سره موږ وکولی شو،چې سپينې سیمې چې دي، هغه به تر پوښښ لاندې راولو او خلک ته به روغتیايي خدمات وړاندې کړو.»    

د روغتیا نړیوال سازمان هېواد کې روغتیايي خدماتو ته د ۱۷.۶ وګړو اړتیا داسې مهال یادوي،چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د اسلامي امارت وروستۍ پریکړې په غبرګون کې د ۲۶ ورځو کاري اعتصاب کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist