Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/21

ټاکل شوې د کرېکټ ملي لوبډله د هند له لوبډلې سره د جون په ۶مه لوبې پيل کړي. په دې لوبو کې يوه ټېسټ او درې یو ورځنيو لوبو لوبلړۍ شاملې دي.

تازه د دې لوبو لپاره هند د شبمن ګېل په لوبډلمشرۍ لوبډله اعلان کړه، خو نامتو لوبغاړی جسپريټ بومرا ترې ايستل شوی او پر ځای يې د چټکې توپ اچونې لپاره محمد سراج او پراسید کرېشنا لوبډله کې شامل شوي.

مبصرين بیا له هند سره راتلونکې يو ورځنۍ او ټېسټ لوبې خورا مهمې بولي او له همدې امله ډاډه دي چې افغان لوبدله به د يوې پياړې لوبډلې په توګه په دې لوبو کې ځان ثابت کړي.

د کرېکټ مبصر ابوبکر صدیق وايي: « افغان لوبډله دا ځل په هند کې د دې هېواد له ملي لوبډلې سره یوه ټېسټ او درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، لپاره یې هندوستان د دواړو فارمټونو لپاره خپلې لوبډلې اعلان کړې. افغان لوبډله له څه مودې راهیسې په کابل او ولایتونو کې په تمریناتو بوخته ده او پوره چمتوالي لري. تمه ده چې افغان لوبډله به په دې لوبو کې ښه کارکردګي ولري.»     

همدارنګه ځینې نور شنونکي د چټکو توپ اچوونکو ترڅنګ، د افغان سپېنرانو وړتياوو هيله‌من کړي او له همدې امله ډاډ ښيي چې ملي لوبډله به د هند له لوبډلې سره په لوبو کې ښه وځلېږي.

د کرېکټ مبصر صدام شینواری وايي: « افغان لوبډله راتلونکي جون میاشت کې له هند سره لوبې لري. موږ هیله لرو چې افغان لوبډله به بریا ترلاسه کړي. دا مهال زموږ ټول ملي اتلان په ننګرهار کې په لېسټ اې سیالیو کې بوخت دي او حالت ته په کتو، تمه ده چې بریاوې ترلاسه کړي.»

له هندي لوبډلې سره د سياليو لپاره تر اوسه افغان لوبډله نه ده اعلان شوې، خو کرېکټ بورډ وايي د هندوستان لوبډلې سره يې د سياليو لپاره د چمتوالي په موخه پر تمريناتي کمپ سربېره، په ننګرهار کې د لېسټ اې لوبې پيل کړي.

له دې وړاندې افغان لوبډلې له هندي لوبډلې څخه په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو فارمټونو کې کوم لوبه نه ده ګټلې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist