Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/30

د طبیعت په یوه پراخه او ښایسته غېږ کې د کرېکټ دا بېسارې ننداره ښيي چې دا لوبه د هېواد د نورو سیمو په څېر دلته هم ځانګړی محبوبیت لري.

د پکتیا په ځاځي ولسوالۍ کې د اریوب پریمیر لیګ وروستۍ لوبه چې د زرګونه مینه‌والو په ګډون ترسره شوه.

ځایي اوسېدونکي وایي، د دا ډول سیالیو دوام نه یوازې د سیمې په پېژندنه کې مرسته کوي بلکې د ورزش ودې او د ځوانانو د هڅونې لپاره هم مهم ګام دی.

د سیالیو جوړونکی مسته خان ځاځی وايي: « دا لوبې د خوانانو د یوالي په موخه جوړې شوې، همدارنګه هدف لرو چې د اریوب ښکلا تر نړۍ پورې وځلوو.»

د سیمې اوسېدونکی محمد رفیق وايي: « موږ غواړو دلته راتلونکي کسان له ځان سره مثبت فکر او احساس ولېږدوي.»

د سیمې بل اوسېدونکی جاني جو اټک وايي: « دلته له ګڼو ځایونو خلک راځي او یو بل سره پېژني. موږ غواړو د خلکو اتحاد پياوړی کړو.»

لوبغاړي وایي، د خلکو دا ډول پراخ ملاتړ دوی ته لا ډېره انګېزه ورکوي، ترڅو خپلو استعدادونو ته وده ورکړي او له لرې پرتو سیمو راټوکېدلي لوبغاړي هم د پرمختګ فرصتونه ومومي.

دوی دغه راز د معیاري لوبغالو او اړینو امکاناتو نه شتوالی له مهمو ستونزو بولي او له مسوولو ادارو غواړي چې دې برخې ته یې پاملرنه وکړي.

لوبغاړي افضل وايي: « زموږ ځوانان ډېره ښایسته او مسلکي لوبه کوي. که چېرې دوی ته امکانات برابر شي، کولی شي راتلونکي کې د افغانستان استازیتوب وکړي.»

لوبغاړی اېمل شپون وايي: « دا لوبې زموږ د محلي لوبغاړو لپاره ډېرې ګټورې دي، ځکه دلته له مختلفو ځایونو او کلبونو لوبغاړي راځي او له یوبل زده کړه کوي.»

اخوا ځایي مسوولان بیا ډاډ ورکوي چې دا مهال په پکتیا کې د کرېکټ لوبه د چټکې پراختیا په حال کې ده او دوی هڅه کوي چې د خصوصي پانګوالو او خپلو امکاناتو په مرسته د لوبغاړو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د پکتیا کرېکټ آمر میرویس امان وايي: « موږ ډېر ځله هڅه کړې چې ولسوالیو ته سفر وکړو او هلته د لوبغاړو او محلي کلبونو ستونزې حل کړو.»

پانګوال حبیب الله ځاځی وايي: « موږ په پام کې لرو چې د دوی لپاره یوه مسلکي اکاډمي جوړه کړو، همدارنګه د کرېکټ په دې میدان به تر یو میلیون افغانیو پورې مصرف وکړو، ترڅو نیمګړتیاوې یې رفع شي.»

د اریوب پریمیرلیګ سیالیو اووم پړاو چې د افغانستان ملي لوبډلې د ځینو پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ په کې د کورني کرېکټ ځیني پیاوړي لوبغاړي هم ولوبېدل، اتو لوبډلو په کې برخه اخیستې وه چې نږدې یوه میاشت یې دوام وکړ او په وروستۍ لوبه کې یې د ګل غونډۍ کلب، علي خېل کلب ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو د سږني پړاو اتلولي ترلاسه کړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist