په خوست کې د ورزش د ودې، د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو څرګندولو او د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه، د صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې د زون په کچه د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د اتفاق جام په نوم د کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د مسوولینو په خبره، هڅه کوي د دغو سیالیو له لارې د ورزش او ټولنیز مسوولیت ترمنځ اړیکه پیاوړې شي، ترڅو له دې لارې د ورزشي فعالیتونو سره هممهاله اړمنو کورنیو ته د کار او عاید ترلاسه کولو فرصتونه هم برابر شي.
د ایوبي الشفا طبي کمپلېکس اجرائیوي مدیر، نجیب الله الوخېل وايي: « موږ له تریزیو ولسوالۍ وروسته، په صبریو ولسوالۍ کې هم اتو هغو بېوزله کورنیو سره د غرفو مرسته وکړه چې یتیمان، بېوزله او غریب دي.»
د سیالیو یو تن سمبالوونکی، نعمت وصال وايي: « نه یوازې د خوست لوبډلې بلکې د ټولو ولسوالیو لوبډلو له موږ څخه د ټیمونو د ثبت غوښتنه کړې او موږ هم چمتووالی نیولی چې د دوی ټیمونه ثبت کړو.»
په ورته مهال، د دې ولایت اوسېدونکي او لوبغاړي هم د کرېکټ د ودې او پرمختګ لپاره دا ډول سیالۍ مهمې بولي او غوښتنه کوي چې د ورزشي پروګرامونو د پلي کېدو ترڅنګ دې د خلکو د اقتصادي ودې او پیاوړتیا لپاره هم منظم او اغېزمن اقدامات ترسره شي، ترڅو د ورزش په مرسته خلکو ته د اقتصادي حالت د ښه کېدو فرصتونه هم پراخ شي.
د خوست اوسېدونکی، رحمان بادشاه وايي: « موږ ورزشي لوبو ته ډېر خوښ یو او مینه ورسره لرو. موږ باور لرو چې دا لوبې بیا همداسې پاتې نه شي بلکې سوداګر راشي او پر دوی پانګونه وکړي.»
لوبغاړی سید خان وايي: « زه خپله له ډېر لرې ځای راغلی یم، ډېر خوند اخلم او هیله لرم زموږ کرېکټ نور هم وده وکړي. له هغو کسانو مننه چې دا ډول پروګرام یې په لاره اچولی.»
لوبغاړی احسان ګربز وايي: « دا ډول ټورنمنټونه ځوانان هڅوي او له دې ځایه بیا کورني کرېکټ ته ځي او دغسې بیا تر ملي لوبډلې ځي او د افغانستان استازیتوب کوي.»
په خوست کې د کرېکټ دا سیالۍ داسې مهال پیل کېږي چې په دې وروستیو کې د دې ولایت په کچه د ورزشي پروګرامونو له لارې د لوبغاړو او بېوزلو کورنیو د عاید لوړولو ترڅنګ، د ټولنې د پرمختګ، اقتصادي پیاوړتیا او ټولنیزې هوساینې په موخه بېلابېلو هڅو ته پام ډېر شوی.