د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام وايي، د روان ۲۰۲۶ میلادي کال د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې د خپلو بشري مرستو د دوام او نورو اړوندو چارو پرمخ وړلو لپاره ۵۴۰ میلیون ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.
ډبلیوایفپي خبرداری ورکوي چې که دوی او شریکانو ته یې بېړنۍ مالي مرسته و نه رسیږي، نو په راتلونکو څو میاشتو کې به د زیات شمېر ماشومانو ژوند له جدي خطر سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د خواړو پروګرام له خوا دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شوی چې د تغذیې په اړه یوه ارزونه څرګندوي چې د افغانستان په درېیمه برخه ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکي، تر بحراني کچې رسېدلې ده.
د دې پروګرام د خبرپاڼې له مخې، دا یو بې ساري وضعیت دی او اټکل کیږي چې د اکټوبر تر میاشتې به لا نور هم زیات شي.
د خواړو نړیوال پروګرام د خبر پاڼې یوه برخه کې راغلي: « د ماشومانو د شدیدې خوارځواکۍ بحراني کچه د دې ښکارندويي کوي چې د ژوند ژغورنې بېړنۍ درملنې ته اړتیا شته. دا مهال ۱۲ ولایتونه په دې پړاو کې دي چې هلمند، دایکنډي، زابل، بغلان، اورزګان، پکتیکا، نورستان، سرپل، غور، کندهار، فاریاب او لوګر په کې شامل دي.»
د ملګرو ملتونو د خواړو پروګرام دغه راز ویلي، سږکال وضعیت لا پسې د زیاتې اندېښنې وړ ځکه دی چې د روان کال په لومړۍ ربع کې د ماشومانو د خوراکي ناامنۍ کچه ۴۷ سلنې ته ورسېده.
د یاد سازمان په خبره، افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي یوازې یوه جلا ستونزه نه بلکې د ماشومانو د مړینې خطر په څرګند ډول زیاتوي.
افغانستان کې د خواړو نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف ویلي: « د افغانستان په روغتیايي مرکزونو کې د خوارځواکو ماشومانو ژړاګانې زړه بوږنوونکې دي، ځکه اندېښمنې میندې چې ډېری یې خپله هم د لوږې له امله کمزورې شوې دي، خپل ماشومان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته راولي. موږ ګورو چې د هېواد راتلونکی نسل د حاصلاتو په همدې موسم کې چې باید د نعمت او فراوانۍ وخت وي، د خوارځواکۍ له امله ورځ تر بلې کمزوری کیږي. دا یوازې دردناکه نه بلکې د منلو وړ هم نه ده.»
د ملګرو ملتونو یاد سازمان دا هم ویلي چې د بودیجې د کمښت له کبله په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په کچه ۱۴۲ روغتیايي مرکزونه وتړل شول او له ۱۳ زرو څخه ډېر ماشومان د بشري مرستو د کمېدو له امله د تغذیې له درملیزو پروګرامونو بې برخې شول.
د ډبلیواېفپي په اعلامیه کې وړاندې د خوارځواکۍ د زیاتېدونکي بحران ځینو لاملونو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې جګړې، بېکاري، د خوراکي توکو لوړې بیې او د بشري مرستو کمېدل هغه ګډ عوامل دي چې د خوارځواکۍ بحران یې لا ژور کړی دی.
بله خوا، د اقتصاد وزارت مرستیال په اوسنیو شرایطو کې له افغانانو سره د بشري او پراختیايي مرستو دوام خورا ضرور بولي او وايي چې مرستندویه ټولنې او په ټوله کې نړیواله ټولنه باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د خواړو نړیوال پروګرام اټکل کوي چې په افغانستان کې به نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي او همدارنګه به ۱.۲ میلیونه میندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې هم په خوارځواکۍ اخته شي.
دغه سازمان خبرداری ورکوي چې که بېړنۍ پانګونه ونه شي، دا شمېرې به نورې هم لوړې شي.
افغانستان کې د خواړو نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف په دې اړه وايي: « افغانستان لا له وړاندې د نړۍ تر ټولو سختو او دوامدارو خوارځواکیو له بحرانونو څخه یوه یې تجربه کوي. دا وېروونکې شمېرې ښایي تر دې هم لوړې شي. دا بحران کولی شي ټولې پخوانۍ وړاندوینې تر سیوري لاندې راولي او بېشمېره نور ماشومان او میندې د مخنیوي وړ مړینې له ګواښ سره مخ کړي.»
ډبیلواېفپي ټینګار کوي چې د تغذیې د درملنې او مخنیوي پروګرامونو پراخول د دې بحران د لا ژورېدو د مخنیوي لپاره حیاتي اهمیت لري.
د خواړو نړیوال پروګرام په وینا، د خوارځواکۍ د مخنیوي پروګرامونو لپاره هېڅ بودیجه نه شته، سره له دې چې همدا پروګرامونه د بحران د مخنیوي تر ټولو اغېزناکه، ارزانه او دوامداره لاره بلل کېږي.
د دې وضعیت عمده لاملونه د ساري ناروغیو زیاتوالی، د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو کمښت، د تغذیې اساسي خدمتونو ته محدود لاسرسی او د خوراکي ناامنۍ پراخېدل ګڼل شوي دي.