Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/05

نورستان کې د تېرو درنو سېلابونو او مرګ ژوبلې وروسته، یو ځل بیا په دې او ګاونډ کونړ ولایتونو کې تازه سېلابونو، یو شمېرکسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ، مالي زیانونه هم اړولي دي.

له پېښو سره د مبارزې چمتووالی اداره وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله، دوه تنه شهیدان او دوه نور تری تم دي.

د یادې ادارې د لومړنیو معلوماتو له مخې، دغو سېلابونو لسګونه کورونه، سړکونه، د اوبو شبکې، پلونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي.

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې مرستیال ویاند، تاج محمد همت وايي: « له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې د ولایتي ریاستونو د لومړنیو معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له بده مرغه په کونړ او نورستان ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله دوه تنه شهیدان او دوه نور لادرک شوي دي. همدارنګه، ۸۰ بابه کورونه په بشپړ ډول او ۷ نور نیمه تخریب شوي، پنځه هټۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوې، ۶ د اوبو څاه ګانې، یو کیلومټر سړک او د برق شبکه، درې پلونه او پلچکونه هم ویجاړ شوي دي. د دې ترڅنګ، د پنځو جرېبو ځمکو کرنیز حاصلات هم له منځه تللي. په ټولیز ډول ۸۹ کورنۍ زیانمنې شوې دي.»

د دې ادارې مرستیال ویاند غه راز وايي، د مسوولینو له لوري، ولایتي ریاستونو ته سپارښتنه شوې چې د پېښو سیمو ته رسېدنه وکړي او زیانمنو شویو کورنیو ته مرستې ورسوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

وروستي خبرونه

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist