Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/05

ایران ته په لاره د نیمروز په دښتو کې د ۱۹ افغانانو له مړینې وروسته، خلک له اسلامي امارت غواړي چې د انسان قاچاق کوونکي ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

دوی وایي، انساني قاچاق‌کوونکي له بېلابېلو لارو هڅه کوي ځوان نسل په مرګونو لارو غیرقانوني کډوالۍ ته وهڅوي.

دوی زیاتوي، قاچاق‌کوونکي نویو ځوانانو ته دغه مرګونې لارې دومره اسانه او باامنه ښیي چې هغوی بې‌له ‌واره د سفر موزې په پښو کړي.

خلک له اسلامي امارت غواړي هغه انساني قاچاق‌کوونکي ژر تر ژره ونیسي چې افغان ځوانان په غیرقانوني او مرګونو لارو د مرګ خولې ته ورکوي.

د کابل اوسېدونکی محب الله وايي: « له دولت غوښتنه کوو چې په کور دننه د کار زمینه برابره کړي، ترڅو زموږ ځوانان په قاچاقي لارو بل هېواد ته لاړ نه شي. باید د هغو کسانونو مخنیوی وکړي چې انسانان له یوه هېواد څخه بل ته قاچاق کوي.»

د کابل اوسېدونکی دروېش وايي: « د انساني چاقاق مخنیوی دې وشي او قاچاقبران دې ونیول شي. همدارنګه ځوانانو ته دې په کور دننه کار پيدا شي.»

په ټولنیزو رسنیو کې هم له تېرو څو ورځو راهیسې د نیمروز پېښې ته ګڼ او توند غبرګونونه ښودل شوي.

خلک همدارنګه له اسلامي امارت غواړي چې ځوانانو ته کاري زمینې برابرې کړي، ترڅو نور اړ نه‌شي چې بهرنیو هېوادونو ته په سختو او مرګونو لارو سفر وکړي.

خلک وایي، ګڼ شمېر ځوانان د سختې بې‌روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله اړ کېږي چې خپل هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته په غیرقانوني لارو کډوال شي.

د کابل اوسېدونکی بخت ولي ځاځی وايي: « له دولت مې تقاضا ده چې د انساني قاچاق مخه ونیول شي او دلته خلکو ته کاروبار جوړ شي. نیمروز کې مړه شوي کسان له مجبورۍ تللي وو. دلته وضعیت خراب دی، حتا اوبه نه رسېږي.»

د کابل اوسېدونکی شاه جهان وايي: « له حکومت غوښتنه کوو چې انساني قاچاق بند کړي او خلکو ته دلته د کار زمینه برابره کړي.»

کال په کال د افغانستان ډېر شمېر وګړي ایران ته د رسېدو لپاره د مارګو دښتې له سختو او شګلنو لارو تېرېږي، یوه خطرناکه لاره چې په وار وار یې کډوالۍ ته د تلونکو ژوند اخستی او د یو شمېر هغوی د ورکېدو لامل شوې ده.

ایران د افغان وګړو د کډوالۍ لومړنی تمځای دی. ډېر افغانان د کاري فرصتونو موندلو لپاره دې هېواد ته ځي او ځینې نور بیا له ایرانه اروپا ته د رسېدو لپاره د ټرانزیټي لارې په توګه ګټه اخلي.

د اسلامي امارت چارواکي بیا وایي، دوی له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې خلکو ته په کور دننه کاري زمینې برابرې کړي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: « د بېلابېلو وزارتونو او خصوصي سکټور په همکارۍ د کار موندنې فرصتونو ډېرولو لپاره پر هغو اقتصادي برخو کار کېږي چې د کار او تولید د پراختیا لوړ ظرفیت لري. په دې کې د کرنې صنعت، اقتصادي زېربناوې، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ، حرفه يي او مسلکي زده کړې شامل دي.»

په دې وروستیو میاشتو کې د ایران ویزې ته لاسرسی د پخوا په پرتله ستونزمن شوی. یو شمېر افغان وګړو د ویزې ترلاسه کولو په بهیر کې د محدودیتونو او سختېدو له زیاتوالي خبر ورکوي. ایران له دې وړاندې هم د ویزې ورکولو لپاره د کاري ویزو په ګډون ځانګړي شرایط او تګلارې ټاکلې وې.

له همدې امله، د افغانستان هغه وګړي چې د قانوني سفر د لوړو لګښتونو د ورکړې وس نه لري یا د ویزې ترلاسه کولو شرایط نه شي پوره کولی، اړ کېږي چې قاچاقي او خطرناکو لارو ته مخه کړي، هغه لارویان چې هېڅکله منزل ته نه رسېږي او پر دې لارو خپل ژوند بایلي یا ورکېږي.

له دې وړاندې هم ایران ته پر غځېدلو قاچاقي لارو د افغانانو د مړینې او ورکېدو په اړه ګڼ کیسې شوي او داسې نه څه ضمانت نه شته چې دا دې وروستۍ پېښه شي.

اقتصادي شنونکی عیسی مبارز وايي: « باید پر څو ټکو جدي غور وشي؛ یو له دغو هم خلکو ته د کار زمینې برابرول دي. باید هڅه وشي چې خلکو ته په کور دننه کار برابر شي.»

د کډوالو برخې فعالان بیا وایي، د تګ راتګ لپاره قانوني فرصتونه رامنځته کول، د عامه پوهاوي زیاتوالی او د انسانانو د قاچاق له شبکو سره مبارزه، د دې پدیدې په کمولو کې مهم رول لوبولی شي.

د کډوالو حقونو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « که چېرې مهاجرت له قانوني لارو وشي، ښايي د پرمختګ، کار او زده کړو لپاره یو ښه فرصت جوړ شي؛ مګر د غیر قانوني لارو انتخابول او د نیمروز په څېر له خطرناکو لارو تېرېدل، د انسانانو ژوند له خطر سره مخامخوي.»

نږدې دوه کاله وړاندې د اسلامي امارت رهبر د انساني قاچاقو مخنیوي لپاره یوه شپږ ماده ییز فرمان کې د اسلامي لارښونو پر بنسټ انساني قاچاق غیر شرعي عمل بللی و.

دغه فرمان کې د قاچاقبرانو لپاره د لومړي ځل جرم یو کال، دویم ځل دوه کاله او درېیم ځل جرم لپاره د درې کاله بند سزا ټاکل شوې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist