Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: هانټا ویروس جدي اندېښنه نه ده، خو بې خطره هم نه دی

د روغتیا نړیوال سازمان: هانټا ویروس جدي اندېښنه نه ده، خو بې خطره هم نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/12

هانټا ویروس(د موږکانو ویروس)  په ١٩٥٠ زېږدیز کال  د لومړي ځل لپاره په کوریا کې تشخيص شو، خو د یوې کروز مسافر لېږدونکې بېړۍ په سپرلیو کې یې د مثبتو پېښو پيدا کېدل، يوځل بیا د نړیوالو اندېښنو سبب شول.

 د اېچ وي هانډروز په نوم یاده  بېړۍ چې له ارجنټاین څخه کیپ وېرډ ټاپو ته پر لاره وه، سلګونه مسافر یې د کیف وېرډ پلازمینې پرایا ته له رسېدو سره سم، روغتونو ته لېږدول شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په بېړي کې د ویروس مثبتو پېښو له امله درې کسان مړه شوي او شاوخوا ٧ تنه شکمن تر جدي مراقبت لاندې روغتیایي مرکزونو کې قرنټين دي.

د چارواکو په خبره، د هانټا ویروس د کویډ نولس(کرونا ویروس) په څېر د انسانانو ترمنځ په چټکۍ نه خپرېږي، خو په خبره يې، پرې له اخته کېدو وروسته د مړينې خطر ډېر لوړ وي.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تېدروس ادهانوم ویلي: « کله چې له مختلفو اړخونو ورته وګورو، نو یوه جدي اندېښنه نه ده؛ خو په ورته مهال، بشپړ چمتوالی موږ ته ډاډ راکوي او د ویروس پر څرنګوالي مو پوهوي. موږ ډېر ځله دا ویلي چې هغه د کویډ نولس بڼه نه لري، خو پر وړاندې یې بې باکي دا مانا لري چې موږ خپل خوندیتوب پرېږدو؛ موږ باید لاس په کار شو.»

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، هانټا ویروس د موږکانو له غايطه موادو، خولې لعاب، ادرار او هغه ککړ چاپېریال څخه پیداکېږي چې دا ټول په کې موجود وي.

د دې سازمان موندنې ښيي، هانټا ویروس د انسانانو تر منځ په چټکۍ نه خپرېږي، خو په استثنایي برخو کې د خپرېدو لامل یې پرې له اخته شوي کس سره د اوږدې مودې لپاره نږدې پاتې کېدل دي.

ډاکټران یې لومړنۍ نښې، زکام، سردردي، نس ناستی، ستړیا، د عضلاتو دردونه او تنفسي ستونزې بولي او دغه راز له جدیت وروسته یې ساه لنډی، ټوخی، په پښتورګو کې د مایعاتو ټولېدل، د وینې لوړ فشار، کمزوري او د زړه ضربان زياتېدل یادوي.

د بریټانیا په ویرل پوهنتون کې د تعلیمي روغتون اجراییوي ریيسه جېنل هالمېس وايي: « دا یو پېژندل شوی ویروس دی او په بشپړه توګه د کنټرول وړ دی. خطر یې ډېر کم دی او د کویډ نولس په څېر چټک نه خپرېږي.»

د بریټانیا بهرنیو چارو وزارت ویلي، په بهر کې پر هانټا ویروس اخته بریټانويان یې خپل هېواد ته لېږدولي او د لېورپول په ارو پارک روغتون کې يې قرنټين کړي دي.

د راپورونو له مخې، د هانټا ويروس له امله په مړو شویو درېیو کسانو کې دوه یې د هالنډ او درېیم هغه یې د جرمني وګړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026
۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي
روغتیا

روغتیا وزارت پنځو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

اگست 18, 2026
روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

اگست 17, 2026

وروستي خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

اگست 27, 2026
د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

اگست 27, 2026
لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

اگست 27, 2026
شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

اگست 27, 2026
خوست ښار کې به د روان کال تر پایه  ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

خوست ښار کې به د روان کال تر پایه ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

اگست 27, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist