Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نومبر ۱۴ مه د شکرې ناروغۍ په تړاو د پوهاوي نړیواله ورځ ده

د نومبر ۱۴ مه د شکرې ناروغۍ په تړاو د پوهاوي نړیواله ورځ ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/15

د شکرې نړیوال فدراسیون وايي، د دې ناروغۍ  پر وړاندې د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ کلونو لپاره  یې شعار وختي اقدام ټاکلي.

 

دغه فدراسیون د دې کمپاین موخه د شکرې ناروغۍ وختي تشخی

ص او د یادې ناروغۍ د خطرونو کمول ګڼي .

فدراسیون زیاته کړې:« وختي اقدام د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو ته لاسرسی چټکوي، د شکرې ناروغۍ خطر راکموي او د ټولو خلکو د روغتیا د ښه والي لامل ګرځي.»

 

دا ناروغي هغه وخت پیدا کېږي چې د یو انسان بدن شکر یا ګلوکوز حلولی او وینې سره یو ځای کولی نه شي.

 

په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شکرې ناروغۍ د زیاتېدا  یو ستر لامل پر وخت د دې ناروغۍ پر وړاندې د اقداماتو  نه ترسره کول یادوي.

 

د افغانستان لپاره د دې سازمان استازی ادوین سینیزا سلوادور وايي ، په دغه هېواد کې اوس مهال له شلو روغتیايي مرکزونو یوازې په یوه هغه کې  د شکرې ناروغۍ تشخیص اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

 

سلوادور په دې برخه کې د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کړې.

هغه زیاته کړې

:« په هرو شلو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه کې د شکرې ناروغۍ د تشخیص لپاره معاینات ترسره کېږي. که ستاسو عمر۴۰ کاله یا له دې ډېر وي، خپل نږدې روغتیايي مرکز ته ورشئ او د وینې د قند معاینه وغواړئ.  پر وخت اقدام کول ستاسو د سترګو لید او پښتورګي خوندي ساتي او د نورو جدي روغتیايي ستونزو مخه نیسي.»

 

دا ناروغي په شدید حالت کې د ړندېدو، د پښتورګو د لمنځه تلو، ټپ نه رغېدو، مغزي سکتې، د پښې یا پښو د پرې کېدو او زړه حملې لامل ګرځېدای شي او پرې اخته کسان باید په دوامداره توګه تر روغتیايي پاملرنې لاندې وساتل شي.

 

د شکرې ناروغي درې اصلي ډولونه لري چې لومړی ډول یې هغه مهال رامنځته کېږي چې بدن په بشپړه توګه د انسولین تولید ودروي ؛ دویم ډول یې خورا عام دی چې په کې بدن کافي انسولین نه جوړوي یا یې حجرې نه مني، او دا ډول د پټو او اوږدمهاله اختلاطاتو له امله د زړه د حملې، مغزي سکتې، ړوندوالي، د پښتورګو د له کاره لوېدو او د پښو د پرې کېدو تر ټولو ستر لامل ګرځي او درېیم یې د مېندوارۍ شکره ده چې یوازې د مېندوارۍ  پر مهال پیدا کېږي او که کنټرول نه شي، نو هم مور او هم ماشوم ته د سخت زیږون او په راتلونکي کې پر دویم ډول شکرې د اخته کېدو جدي خطر پېښوي.

 

ډاکټران توصیه کوي چې پر شکر اخته کس باید خپل خواړه کنټرول کړي، له خوږو او سپینو اوړو پرهېز وکړي او پر ځای یې سبزیجات او سبوس لرونکې ډوډۍ وخوري. سربېره پر دې، هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقیقې پلی تګ وکړي او د ډاکټر له لوري ورکړل شوي درمل یا انسولین په خپل وخت واخلي او دغه راز  باید په کور کې په منظم ډول خپله شکره وګوري او د زخمونو د مخنیوي لپاره هره ورځ خپلو پښو، سترګو او پښتورګو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 

د شکرې ناروغۍ تر ټولو عامې نښې ډېره تنده، پرله پسې ادرار کول، دوامداره ستړیا او د وزن بې دلیله کمېدل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې
روغتیا

بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

نوومبر 12, 2026
عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري
افغانستان

عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري

نوومبر 12, 2026
ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي
روغتیا

ننګرهار کې سلګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي

نوومبر 11, 2026
عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا ډاډ ورکړ
روغتیا

عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا ډاډ ورکړ

نوومبر 10, 2026
د ځان بسیاینې په لور یو بل ګام؛ هرات کې د درملو د تولید لپاره درې نوي بلاکونه جوړېږي
روغتیا

د ځان بسیاینې په لور یو بل ګام؛ هرات کې د درملو د تولید لپاره درې نوي بلاکونه جوړېږي

نوومبر 10, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د نومبر ۱۴ مه د شکرې ناروغۍ په تړاو د پوهاوي نړیواله ورځ ده

د نومبر ۱۴ مه د شکرې ناروغۍ په تړاو د پوهاوي نړیواله ورځ ده

نوومبر 15, 2026
خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

نوومبر 12, 2026
۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

نوومبر 12, 2026
بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

نوومبر 12, 2026
د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

نوومبر 12, 2026
پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي

پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي

نوومبر 12, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist