Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام: نږدې پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/13

د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د خوړو نړيوال پروګرام(ډبلیو.اېف.پي) په افغانستان کې د خوړو خونديتوب په اړه د خپلو موندنو تازه راپور خپور کړی.

په دې راپور کې ويل شوي چې د وچکالۍ او بې‌روزګارۍ له امله د خلکو اقتصادي ستونزې ډېرې شوې او د ژوندانه کړاوونه يې زيات شوي دي.

د راپور له مخې، د يادو اقتصادي ستونزو له امله اوس‌مهال نږدې ۱۴ ميليون افغانان د خوړو شديدې ناامنۍ له خطر سره مخ دي او دغه راز پنځه ميليون کسان چې ماشومان، ميندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې په کې شاملې دي، پر خوارځواکۍ اخته شوي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: « افغانستان کې له ۱۳.۸ میلیون ډېر افغانان د خوړو شدیدې ناامنۍ له ګواښ سره مخ دي. په داسې حال کې چې نږدې پنځه میلیون ماشومان او ميندواره او تی ورکوونکې ښځې پر خوارځواکۍ اخته دي.»

په ورته مهال، افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام استازی خبرداری ورکوي چې د نړيوالو مرستو کمښت د سلګونه زرو میندو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی او د يادو مرستو دوام يې اړين بللی.

بله خوا، عامې روغتيا وزارت که څه هم د خوړو ناامنۍ په اړه څه نه وايي، خو پر خوار ځواکۍ د اخته کسان شمېر د ملګرو ملتونو له لوري له اعلان شویو شمېرو کم بولي. د مسوولانو په خبره، پر خوارځواکۍ د اخته کسانو د درملنې جدي هڅې دوام لري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: « البته د تېر په پرتله اوس ماشومانو ته ښه رسېدنه کېږي. له دې وړاندې په ټول هېواد کې ۸۰۰ سایټونه فعال وو، خو د اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې د نړیوالو ادارو په همکارۍ اوس مهال ۳ زره ۲۰۰ سایټونه فعالیت لري او په ټولو کې پر خوارځواکۍ اخته میندو او ماشومانو لپاره خدمات وړاندې کېږي. زموږ هدف دا دی چې د هېواد په داخل کې د مقوي خوړو(RUTF او RUSF) د تولید لپاره امکانات برابر کړو، ترڅو ټولو ماشومانو ته پر وخت رسېدنه وکړو او هغه مواد په لږ لګښت خپلو ناروغانو ته ورسوو چې اوس په ډېر لګښت له بهر څخه راځي. همدارنګه هڅه کوو چې د وقایوي پروګرامونو او عامه پوهاوي په سرته رسولو سره، د دې ناروغۍ مخنیوی وکړو.»

له بلې خوا، ا ډاکټران د ملګرو ملتونو موندنو له مخې پر خوار ځواکۍ د اخته کسانو شمېر زياتوالی د اندېښنې وړ بولي او زياتوي، پر يادې ناروغۍ د اخته کسانو درملنې په برخه کې بايد جدي ګامونه پورته شي.

ډاکټر عبدالقدوس نادري وايي: «  د خوړو کمښت یا نا امني چې له امله یې د ماشوم بدن ته اړین خواړه لکه منرالونه، پروټینونه او ویټامینونه نه رسېږي، د خوارځواکۍ لامل کېږي.که چېرې د خوارځواکۍ مخنیوی ونه شي، په ۴۵ سلنه ماشومانو کې د مړینې سبب هم کېږي.»

د ډاکټرانو په باور، د خوار ځواکۍ اصلي لامل د ټيټ اقتصاد له امله باکيفيته خوړو او کافي روغتيايي خدمتونو ته نه لاس رسی دی او د مخنيوي لپاره يې له نړيوالو مرستندويانو د دوامداره مرستو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist