Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/19

د روان زېږدیز کال په لومړیو دوو میاشتو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ دوه اړخېزه سوداګري ۲.۶ سلنه زیاته شوې.

د روسي چارواکو په خبره،  د کابل او مسکو ترمنځ سوداګري د پام وړ ده او د لا نورې ودې وړتیا لري.

د روسیې «پیوټ ټو اسیا» رسنۍ چې تر ډېره د دې هېواد اقتصادي او سوداګریز مسایل رسنيز کوي، د روسيې لومړي وزير مرستيال له قوله لیکلي، تېر ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۳۲۶ میلیون امریکایي ډالر و، خو د روان زېږدیز کال په لومړیو دوو میاشتو کې دا ارزښت شاوخوا۵۰۰ میلیون ډالرو ته لوړ شوی.

د روسیې لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک ویلي: « موږ له افغانستان سره دوه اړخیز سوداګریز بدلون په جدي ډول ګورو. له افغانستان سره د سوداګرۍ ودې په برخه کې لوی فرصتونه شته. که څه هم اوسنۍ شمېرې لا هم په نسبي توګه ټیټې دي، خو زموږ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۳۲۶ میلیون امریکایي ډالر و او اوس دا شمېر د روان زیږدیز کال په لومړیو دوو میاشتو کې۵۰۰ ميلیونه امریکایي ډالرو ته لوړی شوی. دا ښیي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې سوداګري ۲.۶ سلنه لوړه شوې.»

نوموړي همدارنګه د افغانستان او روسیې ترمنځ د صادراتو او وارداتو د زیاتېدو په اړه هم ویلي چې په روان زېږدیز کال کې د روسیې له خوا افغانستان ته ۲.۸ برابره زیات صادرات شوي او له افغانستان بیا روسیې هېواد ته ۱.۹ برابره زیات واردات شوي.

د روسیې لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې: « افغانان لا هم هغه محصولات ډېر ښه یادوي او ستاینې یې کوي چې د پخواني شوروي اتحاد پرمهال افغانستان ته صادرېدل؛ لکه شوروي موټرونه او لارۍ او دوی وایي چې که روسیه بېرته دا ډول صادرات پیل کړي، نو دا به ډېره ښه شي.»

د يک‌شنبې په ورځ د لوړو زده‌کړو وزارت هم ویلي و چې افغان پلاوي د روسیې لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

له دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې د لوړو زده‌کړو وزیر د کازان اوولسم نړیوال بحث په څنډه کې له نوموړي سره په لیدنه کې پر دوامدارو اړيکو او پر دې ټينګار کړی چې دواړه ملکونه بايد کوښښ وکړي، ترڅو خپلې تجارتي اړيکې مخامخ او بې له واسطې مخکې یوسي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « په دې شک نه شته چې له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د تجارت کچه د هرې ورځې په تېرېدو سره پورته ځي، خو اساسي خبره دا ده چې په دې برخه کې زموږ د صادراتو اندازه څومره ده؟ که چېرې زموږ صادرات هم ډېر شول، په هغه صورت کې موږ کولی شو ووایو چې موږ د اقتصادي ودې او تجارت ښه کېدو خواته روان یو. مګر که چېرې یوازې په وارداتو تکیه ولرو، دا بیا اقتصادي مؤثریت نه لري بلکې منفي پایلې هم لري.»

یو شمېر افغان سوداګر هم مني چې له روسیې سره په دې وروستیو کې د افغانستان سوداګري او په خبره يې دا څه په افغانستان کې د سیاسي ثبات او د روسیې له خوا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو پورې اړه لري.

سوداګر عبدالجبار ساپی وايي: « زموږ له نورو هېوادونو سره هم سوداګري زیاته شوې، خو له روسیې سره په ډېرو برخو کې په لوړه کچه روانه ده. هرڅومره ډېر چې له نورو ملکونو سره زموږ سیاسي تعلقات ډېرېږي، زموږ د تجارت کچه ورسره لوړېږي. روسیه غواړي له افغانستان سره ښه تعلقات ولري او افغانستان ته خپل ښه تولیدات ورکړي.»

څو میاشتې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و چې په تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۵۳۸ میلیون ډالرو ته رسېدلی چې له دې شمېرې یې د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۶۵۰ زره ټنه تېل افغانستان ته وارد شوي.

افغانستان په دې وروستیو کې له روسیې او منځنۍ اسیا سره خپله سوداګري پراخه کړې او اسلامي امارت هڅه کوي چې د اقتصادي غوړېدا لپاره له روسیې سره هم له خپلو اړیکو لا ډېره ګټه واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
د افغانستان او اوزبېکستان خصوصي سکټور ترمنځ ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول
اقتصاد

د افغانستان او اوزبېکستان خصوصي سکټور ترمنځ ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

مې 12, 2026
په لومړي ځل له هراته عراق ته د افغانستان جوړې جامې صادرې شوې
اقتصاد

په لومړي ځل له هراته عراق ته د افغانستان جوړې جامې صادرې شوې

مې 11, 2026
کانونو وزارت کندز کې د سرو زور استخراج تړون لاسلیک کړ
اقتصاد

کانونو وزارت کندز کې د سرو زور استخراج تړون لاسلیک کړ

مې 11, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026

وروستي خبرونه

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
امنیتي کمیسیون د جرمونو مخنیوي لپاره د عملي او جدي اقدام غوښتنه کړې

امنیتي کمیسیون د جرمونو مخنیوي لپاره د عملي او جدي اقدام غوښتنه کړې

مې 19, 2026
کابل د جباروف دا خبره تایید کړه چې د مرکزي اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی

کابل د جباروف دا خبره تایید کړه چې د مرکزي اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist