Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

فلسطین: اسرائیلو سره هر ډول مذاکراتو ته چمتو یوو

admin by admin
2018/09/23

فلسطین له اسراييلو سره د عرب او اروپايي هیوادونو په منځګړیتوب خبرې غواړي.


د فلسطین ولسمشر محمود عباس وايي فلسطین تل د سولې پلوي کړې او د مخامخ مذاکراتو غوښتنه یې کړې ده.

عباس وايي که اسراييل پټې او ښکاره ، هر ډول وغواړي، فلسطین ورته چمتو دی.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس وايي فلسطین چمتو دی چې له اسراييلو سره خبرو ته کیني.

عباس وايي دغه مذاکرات به د عرب او اروپايي هیوادونو په منځګړیتوب ترسره شي.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس داسې وویل (( موږ همیش مذاکرات غوښتي او هیڅکله مو نه دي رد کړي. اسراييل همیش پر موږ تور پورې کوي چې دا خبرې د فلسطین له لوري رد کیږي خو زه هغوی ته چلینج ورکوم چې موږ په پټه او ښکاره له اسراييلو سره خبرو ته چمتو یو، دغه ناستې به د اروپايي او عربي هیوادونو په منځګړیتوب و شي.))

عباس نیوکه وکړه چې کله یې هم د سولې په تړاو د مذاکراتو او خبرو اترو یادونه کړې د اسراييلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له لوري رد شوې دي.
هغه زیاته کړه چې له شپږ نیم میلیونو زیات فلسطنیان کډوال شوي او دوی ورته د ملګرو ملتونو په مرسته د اوسیدو ځای جوړول غواړي.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس داسې وویل (( اروپایان په جدي توګه پر یو بل بدیل کار کوي چې له امریکا سره خپل واټن له منځه یوسي. موږ اوس مهال ۶.۵ میلیونه کډوال لرو چې تاسې به تیره ورځ اوریدلي وي. اروپایي هیوادونه د فلسطین په تړاو د ملګرو ملتونو دریځ ته درناوی لري ملاتړ یې کوي.))

د فلسطین او اسراييلو د سولې خبرې په ۲۰۱۴ کال کې پیل شوې خو بیرته خرابې شوې.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې د خبرو له خرابیدو سره، کړکیچونو زور واخیست او په غزه کې د فلسطینانو قتل عام پیل شو.

په غزه کې اوس هم پر لاریون کوونکو د اسراييلي ځواکونو بریدونه دوام لري.

ژباړه

سیال یوسفي

سمونه

جان محمد مومند

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پر ایران د فشار زیاتولو لپاره بېجېنګ ته ځي
نړۍ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پر ایران د فشار زیاتولو لپاره بېجېنګ ته ځي

مې 12, 2026

وروستي خبرونه

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

جون 15, 2026
د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

جون 14, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

جون 11, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

جون 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist