Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/09

د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ په مکې ښار کې د درې اړخیزه دفاعي تړون لاسلیک کېدو ته د پاکستان په داخل کې بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.

د پاکستان یو شمېر سیاسیتوالو دې تړون ته توند غبرګون ښودلی او د پاکستان روان امنیتي وضیعت ته په کتو یې ویلي چې دا تړون داسې مثال لري لکه څوک چې ویجاړ شوی کور د ښکلا لپاره رنګوي.

د پاکستان ملي عوامي ګوند مشر ویلي، همدا اوس پاکستان دفاع ته اړتیا لري، وسله والو یې حاکمیت ننګولی، هره ورځ لسګونه خلک په بریدونو کې وژل کیږي، خو د ده په ټکو؛ د پوځ مشر او لومړی وزیر یې له نورو هېوادونو سره دفاعي تړونونو په لاسلیک پسې ورک دي.

اېمل ولي خان زیاته کړې، د امنیتي ستونزو اوګډوډیو له امله حکومت په پر پنځه اویاسلنه پاکستان حاکمیت له لاسه ورکړی. د ده په خبره، د پاکستان حکومت باید لومړی خپلې داخلي ستونزې حل کړي او بیا دې له نورو سره دفاعي هوکړې کوي.

اېمل ولي خان زیاته کړې: « دا چې هره ورځ په پاکستان کې بریدونه کېږي، ایا ترکیه او سعودي عربستان به زموږ دفاع وکړي؟  دلته دفاع نه شته، دلته هره ورځ خلک مړه کېږي او چاودنې کېږي. دلته ټي‌ټي‌پي ستاسو رژیم ننګولی، دلته ستاسو حاکمیت چلېنج دی. تاسو پر ۷۵ سلنه پاکستان حاکمیت نه لری. د دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر، فیلډ مارشال او لومړی وزیر چېرته دي؟ دلته هره ورځ خلک مړه کیږي او موږ معاهدې کوو.  لومړی خپل کور وژغورئ، دکور دېوالونه او بنسټ نړېږي، خو تاسو له بهره رنګ ورکوی.»

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « پاکستان د خپلې ناقصې پالیسۍ له امله په یوه داسې ستونزه کې راګیر دی چې سیاسي، امنیت او اقتصادي وضعیت یې له کنټرول وتلی. زما نظر دا دی چې پاکستان په خپله پالیسۍ کې د دایمي امنیت او ثبات لپاره بدلونونه راولي. د سیمې له هېوادونو سره د متمدنې رابطې له لارې اړیکې ښې کړي؛ دا له اوسني وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لاره ده.»

کارپوهان بیا وايي، ریاض او انقره مسوول حکومتونه لري او کورنۍ ستونزې نه لري؛ خو اسلام اباد سره چې له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې نه لري بلکې د خپلو ناسمو سیاستونو له امله کورنۍ جګړه کې ښکېل، دا ډول معاهدې هېڅ مانا نه لري.

د دوی په خبره، د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان  ترمنځ دا لاسلیک شوی تړون به اسلام اباد  د سیمې له ګڼ شمېر نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران سره هم په تقابل کې واقع کړي او پایلې به یې د پاکستان لپاره خطرناکې وي.

د افغانستان د سټراټیژیکو څېړنو نړیوال مرکز مشر هاتف مختار وايي: « دا ډول اکثریت تړونونه د کاغذ پرمخ پاتې کېږي. له بلې خوا، ترکیه او سعودي مسوول نظامونه لري، خو له بده مرغه پاکستان په سیمه کې ډېر مشکلات لري او له ګاونډیانو سره یې اړیکې ښې نه دي. دا تړون به پاکستان او ایران مخامخ له یوبل سره مواجه کړي. پاکستان ته اړتیا ده چې په کور دننه خپلې ستونزې حل کړي، له ګاونډیانو سره ښه تعلقات ولري او په افغانستان کې نیابتي او استخباراتي جګړو ته د پای ټکی کېږي.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « دا تړون نه یوازې د سیمې معضله نه شي بدلولی بلکې د سیمې ستونزې به لا غوښنې شي. د پاکستان امنیتي کړکېچ او داخلي ستونزې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او له کورنۍ کاواکۍ سره مخامخ دی. ښه به دا وي چې پاکستان لومړی خپلو کورنیو ستونزو او بیا له سیمې سره د شته ستونزو هوارولو ته متوجه شي.»

د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ هوکړه چې د مکې تړون په نوم یادیږي، د تېرې جمعې په ورځ دکوربه هېواد سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طبیب اردوغان او دپاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ترمنځ لاسلیک شوه.

اسلام اباد وايي، د دې تړون مانا دا ده چې په دغو درېیوهېوادونو کې چې په هریوه برید وشو، په درې واړو هېوادونو برید ګڼل کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی
نړۍ

د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی

اگست 6, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist