Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سوریه کې یخني ۲۹ ماشومان مړه کړل

shamshadnews by shamshadnews
2019/02/02

د یخې هوا له امله سوریه کې د بې ځایه شویو کورنیو ۲۹ ماشومان مړه شوي دي.

د ملګروملتونو کډوالو اداره د سوریې له ډیموکرات ملیشو غواړي چې د دیرالزور سیمې شمال لویدیځ ته ترانزیت لار ورکړي چې مرستې ورسوي.

د دیر الزور شمالي برخه کې پرته سیمه حاجېن کې اوس هم د حکومت او داعش وسله والو ترمنځ سخته جګړه دوام لري.

د ملګروملتونو د کډوالو اداره وايي، د سوریې د ډيموکراتو ملیشو چې په سیمه کې واکمن دي غواړي زمینه ورته برابره کړي چې بې ځایه شویو ته مرستې ولیږدوي.

د ملګروملتونو د کډوالو ادارې ویاند، اندرېج مهیکس وویل، ((د بشر حقونو فعالینو څو ځلې له هغو ډلو چې په سیمه کې واکمن دي، غوښتلي چې یو ټرانزیټ لار ورکړي ترڅو ملګري ملتونه الهول کمپ ته خپلې مرستې ولیږدوي. هغې کمپ ته باید مرسته ورسیږي. دوه اونۍ وشوې خو تر اوسه زمینه نه ده برابره شوې.))

د ملګروملتونو دغه چارواکي وايي، د ژمي موسم او یخه هوا ددې لامل شوې چې له کابو دوه میاشتو راهیسې ۲۹ ماشومان مړه دي.

اندرېج زیاته کړه، (( له تیر ډیسمبر میاشتې راهیسې تر اوسه ۲۹ ماشومان مړه دي، د بې ځایه شویو کورنیو  دا ماشومان د بېلابیلو ناروغیو له امله  مړه شوي دي. هغو سیمو ته روغتیايي مواد هم نه رسیږي.))

بل لور ته د ملګروملتونو د روغتیا سازمان وايي په دې کمپونو کې ودانۍ نشته او خلک په ازاده فضا کې د ژمي ورځې شپې سبا کوي.

داعش ډله اوس هم د سوریې په شمالي برخو کې فعاله ده.

اخوا د سوریې د کردانو ډیموکرات ملیشې له هغوی سره په جګړه اخته دي او ددغې سختې جګړې له امله اوس هم زرګونه کسان خپلې سیمې او کورونو پریښودو ته اړ کیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist