Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان لومړي وزیر قطر ته سفر کړی

د پاکستان لومړي وزیر قطر ته سفر کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/16

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف خبر ورکړی،چې قطر ته یې سفر کړی او دغه سفر یې هم د دوحې پر بلنه شوی دی.

شریف وايي،قطر او پاکستان ښیې اړیکې لري،خو دا ځل به هڅه وکړي، دغه اړیکې پر ستراتژیکو اړیکو بدلې کړي.

شریف زیاته کړې:« د شیخ تمیم بن حماد الثاني په غوښتنه نن قطر ته روان شوم. دغه لېدنه به زموږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ او ملګرتیا د بیا تازه کیدو او نوي کیدو لامل شي. موږ غواړو،چې زموږ تاریخي دوه اړخیزې اړیکې په لا زیاتو سټراټيژیکو  اړیکو بدلې کړو.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، په کابل کې د الظواهري له وژل کیدو وروسته نړۍ ډاډه شوې،چې د ترهګرو ډلو  ځایونه او روزنیز کمپونه پاکستان کې دي او الظواهري هم د دغه هېواد داستخباراتو په وسیله کابل ته لیږدول شوی وه،چې د امریکا له لوري ووژل شو.

دوی وايي،شهباز شریف د قطري چارواکو په بلنه دوحې ته تللی  دی،چې هلته د نړۍ له استازو سره له نږدې خبرې وکړي او د ترهګرۍ د روزنې ادعاوو په تړاو وضاحت ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« دا چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف قطر ته سفر کړی دی، په اصل کې دی قطر ته غوښتل شوی. د الظواهري له وژل کیدو وروسته نړیوال باوري شول،چې ټولې تروریستي ډلې او ټپلې پاکستان کې روزل شوي دي او الظواهري هم له پاکستانه  افغانستان ته انتقال شوی وه،چې د امریکا له لوري ووژل شو او شبهاز شریف به د نړیوالو استازو ته ځواب  ورکوي.»

ځینې بیا وايي،اوس قطر او پاکستان دواړو د افغانستان له حکومت مخ اړولی دی،د نجونو د تعلیم او کار پر برخې قطر له افغانستان ګیله لري او همداراز پر ټي ټي پي د لازم فشار د نه راوړلو او سولې ته د هغوی نه هڅولو مسلې له کابله د اسلام اباد ناراضه او خفه کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« قطر او پاکستان دواړو د کابل له حکومت سره ستونزې پیدا کړي دي،د ښځو حقوق او بشري حقونه نه مراعت کول قطر ناراحته کړی دی او پاکستان بیا په دې ترې خفه دی،چې د افغانستان هغه ډول،چې لازمه په تحریک طالبان پاکستان فشار نه راوړي،چې اسلامي اباد سره سوله وکړي.»

انګیرنې دادي،چې د جمهوریت له سقوط وروسته پاکستان له افغانستان سره د خپل مخالفت ستراتیژي بدله کړې او هڅې یې پیل کړي،چې کابل له نړۍ لرې وساتي او افغانستان په نړیواله سیاسي او اقتصادي انزوا کې پاتې شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

Discussion about this post

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist