پوهنې وزارت هغه زده کوونکي ستایلي چې په رباټیک او ساینسي علومو کې یې لاسته راوړنې درلودې.
دې وزارت د یو لړ ځانګړو مراسمو په لړ کې د ټولو ولایتونو هغه زده کوونکي په ستاینلکونو او یو شمېر مادي جوایزو وستایل چې شاوخوا ۷۰ پروژې نندارې ته وړاندې کړې وې.
چارواکي وايي، زده کوونکي دې د دیني زده کړو ترڅنګ په عصري او تخنیکي زده کړو هم تمرکز زیات کړي، ترڅو د هېواد د ابادۍ په برخه کې خپله اغېزناکه ونډه ثباته کړي.
د پوهنې وزیر، سید حبیب الله آغا وايي: « ولې موږ کوښښ نه کوو چې خپله ډاکټران و روزو، درمل جوړ وکړو او په خپل وطن کې خپل دین زده کړو او د نورو هېوادونو مدارسو ته لاړ نه شو. موږ باید خپل باکیفیته علما وروزو، علوم ولرو او ورسره عصري علومو کې هم کوشش وکړو. دا په دې نیت وکړو چې زه د الله د بندګانو خدمت کوم.»
د نصاب ښوونیز او ټکنالوژۍ ریاست عمومی رییس، اول ګل ایوبي وايي: « غرض مو دا دی چې د ساینسي علومو زده کول زموږ لپاره فرض کفايي دي، ترڅو په دې علومو د خپل وطن دفاع وکړو، ښه سړکونه، ښه روغتیايي مرکزونه، ښه مکاتب، مدرسې او ډاکټران ولرو.»
په ورته مهال، په دې پروګرام کې برخوالو زده کوونکي ویلي، دا ډول پروګرامونه د دوی ترمنځ د سالم رقابت، فکري ودې او نوښت روحیه پیاوړې کولی شي.
دوی زیاتوي، دا ډول سیالۍ زدهکوونکو ته ښه فرصت برابروي، ترڅو خپلې وړتیاوې، استعدادونه او نوښتونه وپېژني او د نورو پر وړاندې یې د نندارې لپاره وړاندې کړي.
زده کوونکی، عبدالرحمن وايي: « زموږ توقع دا ده چې عصري علوم د هېواد هر ګوټ ته ورسول شي، ترڅو زموږ ټول وګړي تعلیم یافته شي. موږ په خپل هېواد کې ښه استعدادونه لرو، خو امکانات په واک کې نه لري، که چېرې امکانات ورکړل شي، ښايي ډېرې ښې لاسته راوړنې ولري.»
زده کوونکی، ضیا الحق وايي: « موږ دلته راغلي یو چې په ښوونځیو کې تجربه کړي او جوړ کړي څیزونه نندارې ته وړاندې کړو، ترڅو مسوولین دغه اختراعات وګوري او له موږ څخه ملاتړ وکړي.»
بله خوا، په دې غونډه کې د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم د دیني او عصري علومو پر زدهکړو ټینګار وکړ او ویې ویل، ځوانان د هېواد په راتلونکي کې مهم رول لري او د افغانستان ځوان نسل کولی شي د خپلو وړتیاوو او مهارتونو په لوړولو سره د هېواد بشري اړتیاوې پوره او د ځان بسیاینې په برخه کې مهم ګامونه واخلي.