Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي

د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/18

د هرات تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې دا مهال شاوخوا ۴۵ سلنه پرمختلې دي. دا پروژه د ترکمنستان په همکارۍ د پنځه نیم میلیونه ډالرو په لګښت، پر درې نیم هکټاره ځمکې جوړېږي او موخه یې د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا، د توکو د لېږد رالېږد چټکتیا او د موټرو د بارولو او تخلیې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

د هرات تورغونډۍبندر پراختیايي پروژې اجراییه مسوول، نصیر احمد وايي: « دغه پروژه پر ۳.۵ هکټاره ځمکې پلې کېږي چې په کې دوه سرپټي هنګرونه او د بارونو د تخلیې لپاره دوه سرلوڅي هنګرونه هم شامل دي.»

د ټولګټو وزارت مسوولان وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سوداګریزو فعالیتونو زیاتوالي لپاره د تورغونډۍ بندر ظرفیت لوړ او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ به د سوداګرۍ او ټرانزیټ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

د ټولګټو وزارت ناظر، فرهاد محمدي وايي: « د دې پروژو په پلي کېدو سره به د تخلیې او بارونې، صادراتو او وارداتو کچه لوړه شي.»

د یادې پروژې د ساختماني چارو له پیل سره، له ۱۵۰ څخه زیاتو مسلکي او غیرمسلکي کارګرانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.  

یو شمېر کارګران د دې پروژې له امله د رامنځته شویو کاري فرصتونو هرکلی کوي او په هېواد کې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه لري.

د تورغونډۍ بندر اوسېدونکی، ملوک وايي: « ډېر خوښ یم چې خپل هېواد کې راته د کار زمینه برابره شوې. خدای دې زموږ هېواد را جوړ کړي، هیله لرو دا ډول نورې پروژې هم پلې شي او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»

د ټورغونډۍ بندر اوسېدونکی، اختر محمد وايي: « شاوخوا څلور میاشتې کېږي چې زه دلته په کار بوخت یم. زه له دې وړاندې په ایران کې وم او له هغه ځایه یې را وشړل؛ بیا راغلم دلته مې کار پيل کړ. اوس ډېر خوښ یم چې دلته په کار بوخت یم.»

د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د توکو د تخلیې او بارولو لپاره د ګدامونو، مجهزو سړو خونو او نورو اړینو تاسیساتو جوړول شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرېس غړي  د امریکا له حکومت د افغان پناه غوښتونکو د اقامت غځولو غوښتنه کړې
افغانستان

د کانګرېس غړي د امریکا له حکومت د افغان پناه غوښتونکو د اقامت غځولو غوښتنه کړې

نوومبر 18, 2026
نړیوال تعامل، نږدې همغږي او دوام لرونکې خبرې اترې د باثباته افغانستان اړتیا ده
افغانستان

نړیوال تعامل، نږدې همغږي او دوام لرونکې خبرې اترې د باثباته افغانستان اړتیا ده

نوومبر 18, 2026
د رغونې او بیارغونې څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستغونډه ترسره شوه
افغانستان

د رغونې او بیارغونې څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستغونډه ترسره شوه

نوومبر 18, 2026
ایران افغانستان ته د ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا لېږدولو چمتوالی اعلان کړی
افغانستان

ایران افغانستان ته د ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا لېږدولو چمتوالی اعلان کړی

نوومبر 18, 2026
اذربایجان: د نورو دریځ ته له کتو پرته، افغانستان سره د اړیکو پر رغولو کار کوو
افغانستان

اذربایجان: د نورو دریځ ته له کتو پرته، افغانستان سره د اړیکو پر رغولو کار کوو

نوومبر 18, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت زعیم: بهر مېشتې افغانان دې له سوله ییز فکر سره هېواد ته راستانه شي

نوومبر 18, 2026

وروستي خبرونه

د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي

د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي

نوومبر 18, 2026
بلخ کې د ١٥ میلیونه افغانیو په لګښت د وزلوبې لوبغالی جوړېږي

بلخ کې د ١٥ میلیونه افغانیو په لګښت د وزلوبې لوبغالی جوړېږي

نوومبر 18, 2026
د کانګرېس غړي  د امریکا له حکومت د افغان پناه غوښتونکو د اقامت غځولو غوښتنه کړې

د کانګرېس غړي د امریکا له حکومت د افغان پناه غوښتونکو د اقامت غځولو غوښتنه کړې

نوومبر 18, 2026
نړیوال تعامل، نږدې همغږي او دوام لرونکې خبرې اترې د باثباته افغانستان اړتیا ده

نړیوال تعامل، نږدې همغږي او دوام لرونکې خبرې اترې د باثباته افغانستان اړتیا ده

نوومبر 18, 2026
د رغونې او بیارغونې څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستغونډه ترسره شوه

د رغونې او بیارغونې څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستغونډه ترسره شوه

نوومبر 18, 2026
افغانستان او هند د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې

افغانستان او هند د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې

نوومبر 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist