Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تاجیک سفیر: تاجیکستان غواړي له افغانستان سره ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي

تاجیک سفیر: تاجیکستان غواړي له افغانستان سره ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/19

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د یادې خونې د رییس او په کابل کې د تاجیکستان سفیر ترمنځ په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو  پر پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د نویو فرصتونو په رامنځته کولو خبرې شوې.

یادې خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تاجیکستان سفیر، سعدي شریفي د خپل هېواد خصوصي سکټور په استازیتوب، د سوداګریزو همکاریو پراختیا ته لېوالتیا ښودلې او د افغانستان له خصوصي سکټور سره یې د لیدنو په دوام ټینګار کړی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند وايي، د تاجیکستان سفیر په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې دوشنبه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې او اقتصادي تعاملاتو د اسانتیا په موخه یو ګډ بازار جوړول غواړي.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، احسان الله احسان وايي: « د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس په کابل کې د تاجېکستان له سفیر ښاغلي سعدي شریفي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوه‌اړخیزو همکاریو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو لپاره د نویو فرصتونو پر برابرولو یې خبرې وکړې. په دې لیدنه کې د تاجیکستان سفیر د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د ګډې پولې په اوږدو کې د یو ګډ بازار د جوړولو په اړه د خپل هېواد د پلان خبر ورکړ او ویلي یې دي چې د دې طرحې موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرو، پانګوالو او وګړو ترمنځ د راکړې ورکړې او اقتصادي تعاملاتو لپاره د زمینې برابرول دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه دغه راز وايي، په دې لیدنه کې د یادې خونې رییس هم له تاجیکستان سره د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو ارزونې په موخه، دې هېواد ته د لږ تر لږه، لس کسیز افغان سوداګریز پلاوي د سفر لپاره د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره دا بحثونه داسې مهال کېږي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د روان میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱۱۱ میلیونه امریکايي ډالر یادوي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د سوداګرۍ په دې کچه کې۳۶ میلیونه ډالره د افغانستان صادرات دي او پنځه اویا میلیونه ډالره یې بیا له تاجیکستان څخه واردات دي.

د اقتصادي چارو شنونکی، نور الله عزیز وايي: « تاجیکستان یو له هغو هېوادونو دی چې له افغانستان سره ګډه پوله لري او دې هېواد سره د تجارت پراخول او د ګډې خونې جوړول کولی شي په سیاسي او اقتصادي برخو کې اوږدمهاله اغېزې ولري. همدارنګه، دا ډول هڅې کولی شي په تاجیکستان کې د افغاني توکو لپاره بازارونه پيدا کړي.»

یو شمېر نور اقتصادي کارپوهان هم په اوسنیو شرایطو کې د کابل او دوشنبې ترمنځ د ګډ بازار جوړول د اقتصادي اړیکو پراختیا، سوداګریزې راکړه ورکړې زیاتېدو او په هېواد کې د پانګونې د جلب لپاره مهم بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی، وايي: « دا چې تاجیکستان غواړي له افغانستان سره په ګډه پوله کې مشترک بازار جوړ کړي، دغه کار د افغانستان د اقتصاد او د محصولاتو د خرڅلاو لپاره همدا ګټور تمامېدای شي لکه څرنګه چې اوزبېکستان سره ګډ بازار دی. دغه بازار کولی شي زموږ سوداګرو ته هم سهولتونه برابر کړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، له اوزبېکستان، قزاقستان، تاجیکستان، قرغېزستان او ترکمنستان سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې د وړم  کال د ورته مودې په پرتله، د پام وړ وده کړې.

د شمېرو له مخې، دغو هېوادونو ته د افغانستان صادرات شاوخوا ۷۷ سلنه او له یادو هېوادونو څخه هېواد ته واردات ۴۳ سلنه زیات شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سږ کال به  د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه  زعفران راټول شي
افغانستان

سږ کال به د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه زعفران راټول شي

نوومبر 19, 2026
د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي
افغانستان

د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

نوومبر 19, 2026
اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی
افغانستان

اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

نوومبر 19, 2026
پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل
افغانستان

پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

نوومبر 19, 2026
جرمني د اسلامي امارت څلور نور ډېپلوماټان منلي دي
افغانستان

جرمني د اسلامي امارت څلور نور ډېپلوماټان منلي دي

نوومبر 19, 2026
د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي
افغانستان

د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي

نوومبر 18, 2026

وروستي خبرونه

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

نوومبر 19, 2026
سږ کال به  د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه  زعفران راټول شي

سږ کال به د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه زعفران راټول شي

نوومبر 19, 2026
نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نوومبر 19, 2026
د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

نوومبر 19, 2026
اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

نوومبر 19, 2026
پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

نوومبر 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist