Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جرمني د اسلامي امارت څلور نور ډېپلوماټان منلي دي

جرمني د اسلامي امارت څلور نور ډېپلوماټان منلي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/19

په داسې حال کې چې له اسلامي امارت سره د سیمې او نړۍ هېوادونه ورځ تر بلې خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخوي، تازه شمشاد ته له بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي چې یاد وزارت په پام کې لري د جرمني پلازمېنې برلین کې د افغانستان سفارت او د بن ښار قونسلګرۍ ته څلور نوي ډېپلوماټان واستوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هدایت‌الله پکتین، محمدحکیم حکیمي، بشیر احمد افغان او سعید اکبر رستاد هغه څلور ډېپلوماټان دي چې د جرمني د وېزو ترلاسه کولو په موخه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې حضور لري.

سرچینه دغه راز زیاتوي: « د جرمني حکومت دغو څلورو ډېپلوماټانو ته د وېزو له ورکړې سره هوکړه کړې، خو تر اوسه د کابل او برلین اړوندو چارواکو په دې اړه کوم رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.»

تر اوسه څلورو هېوادونو چین، عربي متحده اماراتو، اوزبېکستان او روسیې په رسمي ډول د اسلامي امارت د سفیرانو باورلیکونه منلي او لسګونو نورو هېوادونو کې بیا د لوړې او منځنۍ کچې غیر رسمي ډېپلوماټیک تعامل رامنځته شوی.

یوشمېر پخواني ډېپلوماټان هم وايي چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو پراخېدل کولی شي د رسمیت پېژندنې په برخه کې د پرمختګ هیلې زیاتې کړي.

پخوانی ډېپلومات، عزیز معارج وايي: « لکه څرنګه چې اروپایان جرمني ته د اروپا زړه وايي، نو هلته د افغانستان سفارت پرانیستل او د ډېپلوماټانو استول، نه یوازې په ټوله اروپا کې د افغانانو ستونزې او مشکلات حلوي بلکې نور اروپايي هېوادونه هم دېته هڅوي چې افغانستان سره اړیکې جوړې کړي.»

د سیاسي چارو یوشمېر نور شنونکي بیا وایي چې د اروپایي او یوشمېر نورو هېوادونو له لوري د ډېپلوماټانو منل د دې ښکارندویي کوي چې نړۍ له اسلامي امارت سره د اړیکو پراخول غواړي او په خبره یې، دا چاره کولی شي په یادو هېوادونو کې د افغانانو ستونزو هوارولو او د هغوی د حقونو د تامین په برخه کې هم ګټه ورسوي.

د سیاسي چارو شنونکی، ادریس محمدي ځاځی وايي: « د دې مانا دا ده چې له هېواد څخه بهر افغانانو ته به ښه خدمات وړاندې کېږي، همدارنګه د افغانانو حقوق به ترلاسه کېږي، د هغوی پوښتنه به کېږي او د افغانستان سیاسي واک به ورسره پراخ شي.»

د جرمني له لوري د دې څلورو تنو ډېپلوماټانو د منلو خبره داسې مهال کېږي چې د بهرنیو چارو وزیر څه موده وړاندې ویلي وو چې اسلامي امارت له څه باندې۴۰ هېوادوونو سره ډېپلوماتیکې اړیکې لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سږ کال به  د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه  زعفران راټول شي
افغانستان

سږ کال به د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه زعفران راټول شي

نوومبر 19, 2026
د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي
افغانستان

د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

نوومبر 19, 2026
اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی
افغانستان

اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

نوومبر 19, 2026
پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل
افغانستان

پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

نوومبر 19, 2026
تاجیک سفیر: تاجیکستان غواړي له افغانستان سره ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي
افغانستان

تاجیک سفیر: تاجیکستان غواړي له افغانستان سره ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي

نوومبر 19, 2026
د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي
افغانستان

د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي

نوومبر 18, 2026

وروستي خبرونه

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

ټاکل شوې سږ کال په ننګرهار کې ۱۲ مټریک ټنه ګوړه تولید شي

نوومبر 19, 2026
سږ کال به  د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه  زعفران راټول شي

سږ کال به د هېواد له ۱۴ زره هکټاره ځمکو، ۷۰ ټنه زعفران راټول شي

نوومبر 19, 2026
نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نړیوال بانک د افغانستان له اقتصادي ودې خبر ورکړی

نوومبر 19, 2026
د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

د پاکستان سټراټیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د افغانستان او سیمې په اړه غونډه جوړوي

نوومبر 19, 2026
اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

اوچا: د بودیجې کموالي له امله د بشري مرستو رسولو وضعیت له ننګونې سره مخ دی

نوومبر 19, 2026
پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

پوهنې وزارت د تخنیکي او ساینسي زده کړو یو شمېر زده کوونکي وستایل

نوومبر 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist