د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د یادې خونې د رییس او په کابل کې د تاجیکستان سفیر ترمنځ په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د نویو فرصتونو په رامنځته کولو خبرې شوې.
یادې خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تاجیکستان سفیر، سعدي شریفي د خپل هېواد خصوصي سکټور په استازیتوب، د سوداګریزو همکاریو پراختیا ته لېوالتیا ښودلې او د افغانستان له خصوصي سکټور سره یې د لیدنو په دوام ټینګار کړی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند وايي، د تاجیکستان سفیر په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې دوشنبه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې او اقتصادي تعاملاتو د اسانتیا په موخه یو ګډ بازار جوړول غواړي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، احسان الله احسان وايي: « د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس په کابل کې د تاجېکستان له سفیر ښاغلي سعدي شریفي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوهاړخیزو همکاریو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو لپاره د نویو فرصتونو پر برابرولو یې خبرې وکړې. په دې لیدنه کې د تاجیکستان سفیر د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د ګډې پولې په اوږدو کې د یو ګډ بازار د جوړولو په اړه د خپل هېواد د پلان خبر ورکړ او ویلي یې دي چې د دې طرحې موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرو، پانګوالو او وګړو ترمنځ د راکړې ورکړې او اقتصادي تعاملاتو لپاره د زمینې برابرول دي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه دغه راز وايي، په دې لیدنه کې د یادې خونې رییس هم له تاجیکستان سره د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو ارزونې په موخه، دې هېواد ته د لږ تر لږه، لس کسیز افغان سوداګریز پلاوي د سفر لپاره د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره دا بحثونه داسې مهال کېږي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د روان میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱۱۱ میلیونه امریکايي ډالر یادوي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د سوداګرۍ په دې کچه کې۳۶ میلیونه ډالره د افغانستان صادرات دي او پنځه اویا میلیونه ډالره یې بیا له تاجیکستان څخه واردات دي.
د اقتصادي چارو شنونکی، نور الله عزیز وايي: « تاجیکستان یو له هغو هېوادونو دی چې له افغانستان سره ګډه پوله لري او دې هېواد سره د تجارت پراخول او د ګډې خونې جوړول کولی شي په سیاسي او اقتصادي برخو کې اوږدمهاله اغېزې ولري. همدارنګه، دا ډول هڅې کولی شي په تاجیکستان کې د افغاني توکو لپاره بازارونه پيدا کړي.»
یو شمېر نور اقتصادي کارپوهان هم په اوسنیو شرایطو کې د کابل او دوشنبې ترمنځ د ګډ بازار جوړول د اقتصادي اړیکو پراختیا، سوداګریزې راکړه ورکړې زیاتېدو او په هېواد کې د پانګونې د جلب لپاره مهم بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی، وايي: « دا چې تاجیکستان غواړي له افغانستان سره په ګډه پوله کې مشترک بازار جوړ کړي، دغه کار د افغانستان د اقتصاد او د محصولاتو د خرڅلاو لپاره همدا ګټور تمامېدای شي لکه څرنګه چې اوزبېکستان سره ګډ بازار دی. دغه بازار کولی شي زموږ سوداګرو ته هم سهولتونه برابر کړي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، له اوزبېکستان، قزاقستان، تاجیکستان، قرغېزستان او ترکمنستان سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې د وړم کال د ورته مودې په پرتله، د پام وړ وده کړې.
د شمېرو له مخې، دغو هېوادونو ته د افغانستان صادرات شاوخوا ۷۷ سلنه او له یادو هېوادونو څخه هېواد ته واردات ۴۳ سلنه زیات شوي دي.