د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی چې په خوارځواکۍ د اخته ۳.۷ میلیونه افغان ماشومانو له ډلې، یو میلیون یې د ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي، تاج الدین اویواله، له کابل څخه د یوه ویډیوکنفرانس له لارې په جنوا کې خبري غونډې ته ویلي چې۴۰ سلنه هغه ماشومان چې د شدیدې خوارځواکۍ او روغتیايي ستونزو له امله روغتونونو ته وړل کېږي، له شپږو میاشتو کم عمر لري.
اویواله وړاندې ویلي، افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ د ټولو پېښو اتیا سلنه، له دوو کلونو څخه کم عمره ماشومان جوړوي.
اویواله دغه راز ویلي، خوارځواکي د ډېرو کمعمره ماشومانو د مړینې زیاتېدو په برخه کې مرکزي رول لري.
تاج الدین اویواله زیاته کړې: « په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ یا «ویسټنګ» له ستونزې سره مخ دي. په دغو ماشومانو کې یو میلیون ماشومان د شدیدې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ له امله ځوریږي او که درملنه یې ونه شي او موږ ژر اقدام ونه کړو، دا یو میلیون ماشومان د مرګ له خطر سره مخ دي.»
د یونیسف استازي دغه راز ویلي، د روان کال له پیل راهیسې له نیم میلیون څخه ډېر ماشومان د منځنۍ او شدیدې خوارځواکۍ د لوړ خطر له امله روغتونونو کې بستر شوي دي.
د ۲۰۲۵ کال د جولای په پرتله، د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د هغو ماشومانو شمېر چې د شدیدې خوارځواکۍ او طبي اختلالونو له امله بستر شوي، یو پر درېیمه زیات شوی او له ۶ زرو څخه ۸ زرو ته رسېدلی دی.
افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د کورنیو جګړو او پرلهپسې بحرانونو له امله څو ځله د لوږې له سختو کړکېچونو سره مخ شوی.
په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد اقتصادي وضعیت هم له سخت بحران سره مخ شو.
اویواله ویلي، د جولای په میاشت کې یې د کندهار سیمهییز روغتون ته هم سفر کړی و، هغه روغتون چې د افغانستان په جنوب کې پنځو ولایتونو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
اویواله په دې اړه ویلي: « هلته مې ګڼ شمېر کم عمره ماشومان ولیدل چې د خوارځواکۍ له امله له روغتیايي اختلال سره مخ وو او تر درملنې لاندې وو. دا پېښې په افغانستان کې د یوې لا پراخې او مخ په خرابېدو ستونزې څرګندونه کوي. خو د دې بحران ریښې له هغه ځایه پیلېږي چې ماشوم لا روغتون ته نه وي رسېدلي.»
یونیسف تېره میاشت د افغانستان د ټولو ۳۴ ولایتونو په کچه د ماشومانو د خوارځواکۍ او د هغوی د کورنیو د خوړو وضعیت په اړه یو نوی راپور خپور کړ. د دې راپور موندنې د اندېښنې وړ بلل شوې دي.
یونیسف وایي، کورنۍ په لومړي ګام کې د مغذي خواړو مصرف کموي، ماشومان د خواړو لږ ډولونه خوري، د خواړو اندازه کمېږي، ځینې وخت خواړه پرېښودل کېږي او په پای کې ځینې ماشومان له لوږې سره مخ کېږي.