Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/20

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهان وايي، د پاکستان دا پریکړه به هغو افغان محصلینو د څو کلونو خوارۍ په اوبو لاهو کړي چې د غاښونو طب برخه کې په عملي زده کړو بوخت دي.  

د ملګرو ملتونو د حقوقي کارپوهانو  په خبره، دا پریکړه د شاوخوا سلو افغان محصلینو چې د دوی په وینا، له شلو نه تر څلوېښتو تنو په کې نجونې دي، ژوند اغېزمنوي.

د دوی اساسي اندېښنه هغو نجونو ته ده چې د دې پرېکړې له مخې په پاکستان کې د غاښونو د طب برخه کې زده کړې کوي، ځکه افغانستان ته په ستنېدو سره د شته بندیزونو له کبله نه شي کولی خپلې پاتې زده کړې بشپړې کړي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په غوښتنه کې راغلي: «که ښځینه محصلینې افغانستان ته ستنې شي، د اوسنیو محدودیتونو له امله به ونه شي کولی خپلو طبي زده‌کړو ته دوام ورکړي او ښايي د ډاکټرانو او غاښونو د ډاکټرانو په توګه د دوی تحصیلي راتلونکی پای ته ورسېږي.»

اکثریت دغه افغان محصلین د پاکستان د پنجاب ایالت د غاښونو  طب پوهنځیو کې زده کړې کوي چې د پاکستان د یوې فډرالي محکمې له پریکړې سره سم باید له دې هېواده ووځي.

بله خوا، پاکستان ویلي دي چې دا پرېکړه د ټولو افغان محصلینو د ایستلو لپاره نه ده شوې بلکې هغه محصلین چې معتبرې وېزې او د پېژندل شویو تحصیلي پروګرامونو اسنادلري، کولی شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

خو افغان محصلین وايي چې یو شمیر محصلینو د وېزو د تمدید لپاره غوښتنلیکونه ورکړي مګر تراوسه یې وېزې نه دي تمدید شوې.

دېخوا، افغان حقوقي شنونکي هم د پاکستان دا پرېکړه د افغان محصلینو پر وړاندې یو ناروا عمل بولي، ځکه د دوی په خبره، دغه افغان محصلین په قانوني ډول او د پاکستان په غوښتنه په دې هېواد کې زده کړې کوي.

دوی هم له پاکستانه غواړي چې د افغان محصلینو د ایستلو په تړاو خپله پرېکړه چې له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده، بېرته واخلي.

د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: «  په پاکستان کې په زده کړو بوخت افغان محصلین په قانوني توګه د پاکستان په غوښتنه تللي او بورسیې یې ترلاسه کړې دي. پاکستان په هم حقوقي لحاظ ظلم کوي او هم له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي. په کار ده چې دغو محصلینو ته تر هغو پورې اجازه ورکړل شي چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.»

تر دې مخکې اسلامي امارت هم د افغان محصلینو په اړه د پاکستان دا پرېکړه غندلې وه او هغه یې د نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللې وه.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت بیا ویلي چې دوی به د یادو محصلینو د پاتې زده کړو بشپړولو په خاطر ځانګړې تحصیلي پروګرام پیل کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان او د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم د دې پرېکړې پر وړاندې اندېښنه څرګنده کړې او له اسلام‌اباده یې غوښتي چې افغان محصلینو ته د خپلو زده‌کړو د بشپړولو اجازه ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist