Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/18

په هرات کې د افغان سرې میاشتې ټولنې د لوېدیځ زون د رواني ناروغانو ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۷ تنه هغه نارینه ناروغان رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول چې د درملنې له بشپړولو وروسته یې روغتیايي حالت ښه شوی.
لوېدیځ زون کې د سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي، یاد ناروغان له طبي درملنې او پاملرنې وروسته روغ شوي دي.

دوی د روغو شویو کسانو له کورنیو غواړي چې له رغېدلو کسانو سره نېک چلن وکړي  او رواني وضعیت ته یې پام وساتي.

لوېدیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ساحوي رییس ډاکټر عبدالبصیر رحماني وايي: « الحمدالله ۳۷ تنه ناروغان اوس ښه شوي او د کورنۍ غړي یې دلته راغوښتل شوي، ترڅو دوی ورته وسپارل شي. باید ووایم چې دغه ناروغان به هر میاشت یو ځل روغتون ته راوړل کېږي، ترڅو د دوی روغتیايي وضعیت تر څارنې لاندې وي.»

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، اوس مهال هرات کې د سرې میاشتې رواني ناروغانو درملنې مرکز کې ۱۱۶۴ رواني ناروغان تر درملنې او څارنې لاندې دي چې له ډلې یې ۴۰۴ تنه بستر او ۷۶۰ تنه له بستر بهر تر درملنې لاندې دي.

هرات کې د افغاني سرې میاشتې د رواني ناروغانو درملنې مرکز مدیر ډاکتر رامین نېکفام وايي: « دلته یو زر ۱۶۵ تنه ناورغان د سرې میاشتې د روغتیايي، ټولنیزو او مراقبتي خدماتو تر پوښښ لاندې دي چې له ډلې یې ۳۴۵ تنه نارینه ناروغان او ۵۹ تنې ښځینه ناروغانې بستر دي او ۵۲۹ تنه نارینه او ۲۳۱ تنې ښځینه ناروغان له بستر څخه د باندې تر درملنې لاندې دي.»

دغه مرکز کې له رواني ناروغیو څخه روغ شوي کسان هم د سرې میاشتې له خوا ورته د درملنې زمینې برابرېدو خوښي څرګندوي او وایي، هلته له درملنې سره یې اوس وضعیت کې د پام وړ ښه والی راغلی.

د زمري په نوم یو تن روغ شوی کس وايي: « د خدای شکر دی درملنه مې بشپړه شوه او اوس یې د رخصتولو لپاره راوستی یم. زه د سرې میاشتې روغتون له ټولو کارکوونکو او په ځانګړې توګه ډاکټرانو ډېره مننه کوم، دوی له زموږ سره ډېر زحمتونه وګالل.»
اغا محمد هم له همدې روغتون رخصت شوی او وايي: « درې کاله دلته تر درملنې لاندې وم، اوس ښه شوی یم او غواړم خپلې کورنۍ ته لاړ شم. له ډاکټر صاحبانو  او ټولو کارکوونکو ډېره مننه کوم.»

د یادونې وړ ده چې د سرې میاشتې ټولنې له لوري له روغو شويو کسانو سره د ټرانسپورټ لګښتونو په موخه ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026
۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي
روغتیا

روغتیا وزارت پنځو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

اگست 18, 2026
روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

اگست 17, 2026
سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان درملنې ته په تمه دي
روغتیا

سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان ددرملنې په تمه دي

اگست 13, 2026
د ننګرهار پوهنتون استاد د پوستکي سرطان تشخیصولو پرمختللی سیسټم جوړ کړی
روغتیا

د ننګرهار پوهنتون استاد د پوستکي سرطان تشخیصولو پرمختللی سیسټم جوړ کړی

اگست 12, 2026
یو‌.اېن هبیتات زنده جان کې روغتیايي مرکز او ملحقات ګټه اخستنې ته وسپارل
روغتیا

یو‌.اېن هبیتات زنده جان کې روغتیايي مرکز او ملحقات ګټه اخستنې ته وسپارل

اگست 12, 2026

وروستي خبرونه

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

اگست 18, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې

چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې

اگست 18, 2026
له جرمني څخه  د افغان کډوالو ایستلو په  ضد لاریون  وشو

له جرمني څخه د افغان کډوالو ایستلو په ضد لاریون وشو

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026
۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي

روغتیا وزارت پنځو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

اگست 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist