خوست کې د بدر په نوم ۵۰ بستريز روغتون د پرانېستې پرمهال، د کورنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره بشري او خیریه مرستې له سیاسي مسایلو جلا کړي او ورسره دې د روغتیا، پوهنې او نورو اړینو برخو کې د افغان ولس ملاتړ زیات وکړي.
سراج الدین حقاني زیاتوي چې اوسنی افغانستان د بیارغونې، پرمختګ او د خلکو د خیر ښېګڼې پر لور روان دی او نړیواله ټولنه باید د دې بهیر د پیاوړتیا لپاره خپل رول اداء کړي.
کورنیو چارو وزیر وړاندې وايي: « نن سبا د دې خلکو سیاست دومره لوی شو چې د ترحم ماده ترې لرې شوه؛ پر ولسونو ترحم نه کېږي او دا څومره انتقام جويي چې کېږي او خپلې پالیسي په زور تطبیقوي، موږ ورته وایو چې په صحي برخه، معارف او نورو برخو کې هم توجه وکړي.»
د شاوخوا يو نیم ميليون امريکايي ډالرو په پانګونې دا جوړ شوی روغتون په نهو بېلابېلو څانګو کې ناروغانو ته په پنځوس سلنه کمښت روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
د پرانیستې پرمهال یې کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې لا هم یو شمېر افغانان د عادي ناروغیو د درملنې لپاره پر کورنیو روغتیايي مرکزونو بشپړ باور نه لري او د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو د تګ هڅه کوي.
حقاني د دې ستونزې د حل په برخه کې پر لا ډېرو هڅو ټینګار وکړ.
د کورنیو چارو وزیر زیاتوي: « زه دا وایم چې زموږ ملت له رواني ناروغیو سره مخ دی او له ټولو متخصصانو او ډاکټرانو غوښتنه کوم چې کوښښ وکړي پر خپلو کړنو او درملنې باندې د ملت اعتماد ترلاسه کړي.»
د روغتون مسوول ظاهر وقاص وايي: « په دې روغتون کې د ماشومانو څانګه، ولادي نسايي څانګه، عمومي داخله، اورتوپیدي، عمومي جراحي، د غاښونو څانګه او په ټوله کې ۹ څانګې پر فعالیت پيل کوي.»
اخوا د خوست عامې روغتیا مسوولین او ځایي اوسېدونکي په دې ولایت کې د ورته روغتیایي مرکزونو فعالیت د روغتیایي خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بولي.
سیمه ییز مسوولین وایي، ژر به د دې ولایت ټولو ولسوالیو او مرکز په شمول، د ۱۲ نورو۵۰ بستریزو روغتونونو چارې هم پېل شي چې ورسره به په دې ولایت کې روغتیایي مرکزونو ته د خلکو لاس رسۍ لا اسانه شي.
د خوست عامې روغتیا رییس اخترمحمد عکرمه وايي: « موږ په ملکی روغتون کې آیسيیو، اوکسیجن پلان او نور امکانات برابر کړي او هڅه کوو هغه ټول خدمات برابر کړو چې خلک ورته اړتیا لري.»
د خوست اوسیدونکي اصف الرحمن وايي: « دلته ډېرې نیمګړتیاوې شته، ځکه خوست کې ډول ډول ناروغۍ دي. زه هیله لرم د لګښتونو، فیس او خدماتو په اړه هغه ژمنې عملي کړي چې وعده یې کړې.»
د خوست بل اوسېدونکی تاج الدین وايي: « دا روغتون د خوست خلکو لپاره لویه خبره ده. که خیر و له کابل، اسلام اباد او دغه راز بهرنیو هېوادونو ته له تګ به خلاص شو.»
خوست کې د بدر په نوم د دې روغتون د خدمتونو پیل پرمهال، د کورنیو چارو وزیر همدا راز څرګنده کړه چې افغانان له نړۍ سره د دوښمنۍ پر ځای د متقابل احترام او همکارۍ اړیکې غواړي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په جګړو کې لګول کېدونکي امکانات اوس د افغانستان د بیارغونې او د خلکو د هوساینې لپاره ولګوي.