Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي

روغتیا وزارت پنځو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/18

د روغتیا وزرات مسوولین وايي، د اګسټ په اوولسمه نېته د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) واکسین کمپاین پیل شوی چې موخه یې په دې وروستیو کې د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو  پر وړاندې بېړنی اقدام دی.

د مسوولانو په خبره، په دې کمپاین کې د پنځو ولایتونو ننګرهار ، کونړ ، کابل ، هرات او فراه اړوند ۳۹ ولسوالیو کې له ۲ میلیونو زیات ماشومان واکسین کېږي.

د مسوولانو په خبره، د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې به له زېږون تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي او له ۴ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته زرقي واکسین تطبیق شي.

د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: « د دې کمپاین موخه د پولیو ویروس د لا خپرېدو مخنیوی دی. په دې کمپاین کې به د پنځو ولایتونو ننګرهار، کونړ، کابل، هرات او فراه په ۳۹ ولسوالیو کې ۲ میلیونه ۵۸۱ زره ماشومان واکسین شي. د دې کمپاین پرمهال به د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې له زېږون تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي واکسین او له ۴ تر ۵۹ میاشتو لرونکو ماشومانو ته د پولیو زرقي واکسین تطبیق شي.»

د روغتیا وزارت له لوري په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین داسې مهال پیلېږي چې روانه اوونۍ په ننګرهار کې پر دې ناروغۍ د اخته کېدو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د ننګرهار روغتیايي مسوولان وايي، دا مثبتې  پېښې وروسته له هغې ثبت شوې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ستنېدو لړۍ چټکه شوه.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس امین الله شریف وايي: « موږ پنځه مثبتې واقعې لرو او کوښښ کوو چې ښه رسیدګي ورته وکړو. زموږ هڅه دا ده چې د پولیو ګراف نور هم راټیټ کړو. موږ خپل پوښښ تر ۹۸ سلنو رسولی و، خو له پاکستان څخه په زور د مهاجرو له شړلو سره په مهاجرو ماشومانو کې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.»

پولیو یا ګوزن یوه ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره کوچني ماشومان پرې اخته کېږي. دا ویروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي، د کولمو له لارې وینې ته رسېږي او پر عصبي سیستم برید کوي.

له هرو ۲۰۰ اخته کسانو یو یې د نه رغېدونکي ګوزڼ(فلج) سره مخ کېږي او له هر لسو فلج شویو کسانو یو د تنفسي عضلو د فلج کېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

ډاکټر عبدالحق قاضي زاده وايي: « پولیو په ماشومانو کې یوه ساري ناروغي ده چې له پنځو کالو څخه کم عمر لرونکي ماشومان پرې اخته کېږي. دا ناروغي د غذايي موادو او تنفسي لارو څخه هم انتقالېږي، بیا دماغ ته رسېږي او عصبي ريښې تخریبوي.»

روغتیا وزارت مسوولان زیاتوي چې  د پولیو په څېر د ټولو هغو ناروغیو پر وړاندې د مخنیوي جدي مبارزه کوي چې د خلکو ژوند ګواښي او خطرونه یې زیات دي. دوی د پولیو واکسین د ښه تطبیق او له احتمالي خطرونو د خوندیتوب په موخه په کلیو او بانډو کې د قومي مشرانو او مخورو همکاري هم اړینه بولي .

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026
روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

اگست 17, 2026
سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان درملنې ته په تمه دي
روغتیا

سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان ددرملنې په تمه دي

اگست 13, 2026
د ننګرهار پوهنتون استاد د پوستکي سرطان تشخیصولو پرمختللی سیسټم جوړ کړی
روغتیا

د ننګرهار پوهنتون استاد د پوستکي سرطان تشخیصولو پرمختللی سیسټم جوړ کړی

اگست 12, 2026
یو‌.اېن هبیتات زنده جان کې روغتیايي مرکز او ملحقات ګټه اخستنې ته وسپارل
روغتیا

یو‌.اېن هبیتات زنده جان کې روغتیايي مرکز او ملحقات ګټه اخستنې ته وسپارل

اگست 12, 2026

وروستي خبرونه

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

اگست 18, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې

چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې

اگست 18, 2026
له جرمني څخه  د افغان کډوالو ایستلو په  ضد لاریون  وشو

له جرمني څخه د افغان کډوالو ایستلو په ضد لاریون وشو

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026
۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي

روغتیا وزارت پنځو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

اگست 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist