Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/02

د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي ګارد(سپاه پاسداران) ویلي، ځواکونو یې هغه پوځي اډه په نښه کړې چې د ایران په جنوب کې یې د مخابراتو پر تاسیساتو باندې د امریکا برید پیل کړی و.

کوېټ چې د امریکا د پوځي اډو کوربه توب کوي، د دوشنبې په ورځ ایران په دې تورن کړ چې د دوی په خپله خاوره کې د بریدونو نوې څپه پیل کړې، مګر دا یې تایید کړې نه ده چې ایا یوه اډه په نښه شوې ده.

دا خبره اوسمهال روښانه نه ده چې وروستي بریدونه به د جګړې د پای ته رسولو په خاطر د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ  پر خبرو اترو باندې څه اغېز وکړي که نه؟

د نیویارک ټایمز د راپور یوه برخه کې راغلي: « د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې په ناڅاپي ډول پرمخ تللې دي او ولسمشر ټرمپ د ډېپلوماسۍ د حالت په اړه متضاد بیانونه خپاره کړي.  په مې میاشت کې، ښاغلي ټرمپ وویل چې وروستۍ موافقه ډېر نږدې وه. تېره اوونۍ له خبرو اترو سره بلدو چارواکو  وویل چې د متحده ایالتونو او ایران مذاکراتو کې په یوه سند موافقه شوې وه چې د دواړو هېوادونو مشرانو ته د تصویب لپاره لېږل شوی وه.»

بله خوا، نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، دا روښانه نه ده چې د ایران ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه یي به وړاندیز ته ځواب ورکړي او که نه.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تړون شرایط سخت کړي دي، ایران ته یو تعدیل شوی سند لېږلی. د درېیو چارواکو په خبره، د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې وکړې.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور کې زیاته شوې: « د جمعې په ورځ، ښاغلي ټرمپ په عامه توګه ژمنه وکړه چې د سپینې ماڼۍ د وضعیت په خونه کې د لوړ پوړو مرستیالانو سره له دوه ساعته غونډې وړاندې به د دې معاملې په اړه “وروستي پریکړې” ته ورسیږي. خو یوه امریکایي چارواکي وروسته وویل،  غونډه پرته له کومې پرېکړې پای ته ورسېده.»

د امریکا مرکزي قوماندنۍ(سنټکام) وايي، امریکايي ځواکونو د اوونۍ په پای کې د ایران په جنوب کې د پوځي اهدافو پر وړاندې بریدونه ترسره کړي دي.

په لبنان کې د جګړې پيل هم د ایران او امریکا د جګړې پای ته رسولو هڅې او موافقې ته د رسېدو چارې پېچلې کړې دي.

ایران غوښتنه کړې چې په لبنان کې د اسراییلو او حزب الله ترمنځ اوربند چې د ایران له ملاتړ برخمنه ډله ده، باید د پخوانیو خبرو اترو د یوې برخې په توګه پلې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو
نړۍ

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو
نړۍ

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026

وروستي خبرونه

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

جولای 21, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

جولای 21, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

جولای 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist