Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/13

د کابل اړوند الوخېلو سیمه کې د کرېکټ د یوه نړیوال او معیاري لوبغالي جوړولو چارې رسماً پیل شوې.

د کرېکټ بورډ چارواکو په خبره، یاد لوبغالی به د ۴۵ ميليون ډالرو په لګښت په ۸۶ جرېبه ځمکه جوړ او په راتلونکو شپږو کلونو کې به په بشپړه توګه ګټه اخستنې ته وسپارل شي.

د کرېکټ بورډ انجنیرۍ څانګې مسوول ممتاز عمرزی وايي: « له دې لوبغالي سره دوه نور فرعي لوبغالي هم شته چې یو پوړ لوړوالی او د لیدونکو لپاره په چمنونو پوښلي ځایونه ولري.»

ځينې حکومتي چارواکي ډاډ ورکوي چې حکومت د ورزشي ستونزو حلولو ته ژمن دی او هر اړخيز ملاتړ یې کوي.

دوی دغه راز په بهر کې له مېشت افغان بانګوالو غواړي چې په کور دننه پانګونه وکړي او په دې توګه د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

د ریاست الوزرا د دفتر ریيس عبدالواسع خادم وايي: « موږ خپلو ټولو هېواد مېشتو او بهر مېشتو پانګوالو او تاجرانو ته ډاډ ورکوو چې د امنیت ترڅنګ، ټول امارتي چارواکي چمتو دي چې تاسو ته د خدمت زمینه برابره کړي.»

بله خوا، د کرېکټ بورډ چارواکي وايي، په الوخېلو کې جوړېدونکی لوبغالی به پر نړیوالو معیارونو برابر وي او په خبره يې هڅه کوي چې راتلونکي کې په ځینو مرکزی ولایتونو کې هم څلور ورته لوبغالي جوړ کړي.

د کرېکټ بورډ رییس میرویس اشرف وايي: « که د دې لوبغالي ارزښت ته وګورو، له همدې ډول لوبغالو څخه د راشد خان په څېر ستوري د نړۍ تر مشهورو لوبغالو رسېدلي او موږ به هڅه کوو چې له دې ځایه د هغه په څېر ډېر ځوانان و روزو.»

چارواکو د کرېکټ لوبغاړو وروستۍ لاس ته راوړنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې  اسلامي امارت به له خپل وس سره سم، د پرمختګ لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026

وروستي خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

اگست 27, 2026
د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

اگست 27, 2026
لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

اگست 27, 2026
شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

اگست 27, 2026
خوست ښار کې به د روان کال تر پایه  ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

خوست ښار کې به د روان کال تر پایه ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

اگست 27, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist