Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/23

کندهار کې د ګول سیخونو او ګاډرو د تولید یوه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا۴۰ ټنه ګول سیخونه تولیدوي او نږدې۱۵۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې.

د فابریکې مسوولین وایي، که اړتیا وړ برېښنا ورته برابره شي، تولیدات به یې لا زیات شي.

د فابریکې مسوول تورجان فضلي وايي: « موږ اوس له ۴۰ تر ۵۰ ټنو تولید لرو، خو که د اړتیا وړ برېښنا ولرو، موږ تر سل ټنو تولید کولی شو. دلته له ۸ ملي نیولې تر ۳۲ ملي مترو ګول سیخونه تولیدېږي.»

له بلې خوا، د کندهار د صنعت او کانونو خونه وایي، سوېلي حوزه د ګول سیخ په تولید کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او په کندهار کې تولیدېدونکی ګول سیخونه او ګاډر د نړیوالو معیارونو سره سم جوړېږي.

د مسوولینو په وینا، ټاکل شوې چې په راتلونکو اتو میاشتو کې فابریکو ته کافي برېښنا برابره شي.

د صنعت او کانونو خونې مسوول سید سرور اماني وايي: « د برېښنا مسوولینو ژمنه راکړې چې د څو میاشتو په تېرېدو سره به کندهار کې دومره برېښنا ولرو چې د اړتیا له کچې به هم ډېره وي. موږ به که خدای کول راتلونکو ۸ میاشتو کې کافي برېښنا ولرو. همدارنګه دا مهال د کجکي برېښنا بند له اوبو ډک دی او تر هغه وخت به موږ ته برېښنا راکړي.»

په دې فابریکو کې کارکوونکي له خپل کار څخه خوښ دي او وایي، که حکومت صنعتکارانو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي، نو ډېر خلک به د صنعت په برخه کې په کار بوخت شي.

هغوی همداراز له سوداګرو غواړي چې نورې فابریکې هم جوړې او فعالې کړي.

د فابریکې کارکوونکی عبدالحکیم وايي: « موږ دلته په دې فابریکه کې د ملي متر په اندازه مختلف ډولونه ګول سیخونه جوړوو. زموږ جوړ سیخونه له کندهار سربېره نورو ولایتونو ته هم ځي.»

د فابریکې کارکوونکی شریف الله وايي: « زه پخوا وزګار وم، خو اوس دلته راته د کار زمینه برابره شوې او زه له دې ډېر خوښ یم. زه له نورو سوداګرو او شتمنو خلکو هم غواړم چې دا ډول کارخونې جوړې کړي، ترڅو زموږ زرګونه وزګار ځوانان په کار شي.»

په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان صنعتکارانو له ګڼو ستونزو او ننګونو سره توانېدلي چې د هېواد یو شمېر اساسي اړتیاوې په کور دننه تولید کړي، خو د برېښنا کمښت او د مناسب ځای نه شتوالی لا هم د صنعت د ودې پر وړاندې له لویو خنډونو شمېرل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان د سرو زرو پروسېس او ډیزاین په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی
اقتصاد

افغانستان د سرو زرو پروسېس او ډیزاین په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

اگست 26, 2026
د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د درېیم اقتصادي فورم ناسته ترسره شوه
اقتصاد

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د درېیم اقتصادي فورم ناسته ترسره شوه

اگست 25, 2026
بلخ کې د تېلو بیو کنټرول په موخه د نفتي توکو د لیلام لړۍ پیل شوه
اقتصاد

بلخ کې د تېلو بیو کنټرول په موخه د نفتي توکو د لیلام لړۍ پیل شوه

اگست 20, 2026
کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ
اقتصاد

کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ

اگست 17, 2026
هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې
اقتصاد

هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې

اگست 10, 2026
هلمند کې هره ورځ شاوخوا اویا زره لېټره شیدې تولیدیږي
اقتصاد

هلمند کې هره ورځ شاوخوا اویا زره لېټره شیدې تولیدیږي

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

اگست 27, 2026
د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

اگست 27, 2026
لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

اگست 27, 2026
شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

اگست 27, 2026
خوست ښار کې به د روان کال تر پایه  ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

خوست ښار کې به د روان کال تر پایه ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

اگست 27, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist