Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/20

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان مېرمنې د دې هېواد له سترې محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې.

بشرا بي‌بي تازه د سترګې عمليات کړي او ويلي يې دي چې د ناسم روغتيايي وضعيت له امله يې له سترې محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې.

نوموړې دا مهال د پاکستان په اډیاله زندان کې بندي ده او د سترګې له عملیاتو وروسته یې روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د هغې مدافع وکیلانو ویلي، د بشرا بي بي عملیات د هغې کورنۍ له خبرولو پرته شوي او هڅه شوې چې اړوند طبي اسناد يې پټ وساتل شي.

د ډان ورځپاڼې په راپور کې زیاته شوې: « محکمې ته وړاندې شوې عریضه کې د هغې مدافع وکیلانو غوښتنه کړې چې د زندان او روغتون مسوولین محکمې ته را وغوښتل شي، د بشپړو طبي اسنادو د وړاندې کولو امر ورکړل شي او دغه راز بشرا بي بي دې ژر تر ژره د درملنې لپاره یوه ځانګړي روغتیايي مرکز ته ولېږدول شي.»

په عریضه کې راغلي، د درملنې پروسه په کافي شفافیت سره نه ده ترسره شوې او د هغې کورنۍ او وکیلانو ته پر وخت معلومات نه دي ورکړل شوي.

همداراز ویل شوي، د عمران خان مېرمن دوامدارې طبي پاملرنې ته اړتیا لري او په اوسني حالت کې یې په بند کې ساتل، د انساني اصولو خلاف عمل دي.

بله خوا، پخواني امریکايي ډېپلومات زلمي خلیلزاد بیا د عمران خان له کورنۍ او ملاتړو سره د پاکستان چلن ناعادلانه بللی.

هغه ویلي، عدالت او د سیاسي حقونو درناوی په هر هېواد کې د دوامدار ثبات لپاره ضروري دی او خبرداری يې ورکړی چې که دا مسایل له پامه وغورځول شي، نو د اسلام‌اباد ډېپلوماټیک اعتبار به اغېزمن شي.

خلیلزاد زیاته کړې: « له ایران سره د امریکا او اسراییلو د روانې کشالې په حل کې د پاکستان رول د ستاینې وړ دی، خو باید هېره نه‌کړو چې د دې هېواد حکومت د عمران خان له کورنۍ او ملاتړو سره چلن ناعادلانه دی او دا څه که ادامه پیدا کړي، نو د اسلام اباد ډېپلوماټیک اعتبار به سخت اغېزمن کړي.»

د چارو څارونکي بیا وایي، د پاکستان حکومت او پوځ د لوېدیځو هېوادونو او په ځانګړي ډول د امریکا خوشالولو لپاره داسې هڅې کوي، ترڅو د هغوی باور لاسته راوړي. دوی د عمران خان پر وړاندې د پاکستان پوځ او حکومت چلن له لوېدیځو سیاستونو سره تړلي بولي.

پخوانی ډېپلومات عزیز معارج وايي: « پاکستان د لوېديځ له خوا جوړ شوی هېواد دی، ترڅو د هغوی پروژې عملي کړي. د دې ډول هېوادونو  چارواکي ځینې وخت فکر کوي چې خپلواکي لري او هر ډول پرېکړې کولی شي. عمران خان هم فکر کاوه چې د خپلواک هېواد مشر دی او هڅه یې وکړه چې له چین او روسیې سره اړیکې جوړې کړي. د ده دا کار د لوېديځ د پالیسیو خلاف و، ځکه یې د ده حکومت ړنګ او دی یې زندان ته واچوه، ترڅو نور خلک پند واخلي او ده ته سزا ورکړل شي.»

عمران خان او مېرمن یې د فساد په قضیو کې تورن دي او هر یو تازه پر ۱۷ – ۱۷ کاله بند هم محکوم شوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په وروستیو کې د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې فعال رول لوبولی، خو په کور دننه د سیاسي مخالفینو او په ځانګړي ډول د عمران خان چلن له امله تر نیوکو لاندې دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026
شنونکي: سیمه ییز او نړیوال اختلافونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې هوارېدو مخه نیسي
نړۍ

کارپوهان: د ایران او امریکا د خبرو ناکامېدو لامل پاکستان دی

اپریل 13, 2026
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی
نړۍ

اسلام اباد کې د ایران او امریکا مذاکرات ناکام پای ته ورسېدل

اپریل 13, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي
نړۍ

ایران او امریکا د دوو اوونیو پر مشروط اوربند هوکړه کړې

اپریل 9, 2026

وروستي خبرونه

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: تېر کال د هېواد له هوايي ډګرونو ۱۲ زره الوتنې شوې

د حج فریضې اداء کوونکو افغانانو لومړنۍ الوتنه له بلخ ترسره شوه

اپریل 20, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
له۱۰زرو کلونو وروسته د پخواني لوی لېوه نسل بیا را ژوندی شو

کابل کې د اهلي ژویو تود بازار؛ د ځینو بهرنیو سپیو بیه تر ۲ زره امریکايي ډالرو رسېږي

اپریل 20, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

د کرنې وزارت پلاوي روسیه کې د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو او وارداتو خبرې کړې

اپریل 20, 2026
د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فډراسیون: د افغان کډوالو جبري اخراج افغانستان کې بشري وضعیت لا سخت کړی

افغان کډوال: پاکستان د افغانانو ستنېدنې بهیر له ګڼو خنډونو سره مخ کړی

اپریل 20, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist