Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران سعودي کې د امریکا سفارت په نښه او پر اسراییلو لسګونه توغندي توغولي

ایران سعودي کې د امریکا سفارت په نښه او پر اسراییلو لسګونه توغندي توغولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/04

پر ایران د امریکا او اسراییلو ګډو هوايي بریدونه په درېیمه ورځ، دواړو لورو پر یو بل د ویجاړونکو بریدونو ادعاوې کړې.

د راپورونو پربنسټ، ایران د ریښتینې ژمنې(وعده صادق) څلورم پړاو عملیاتو په ۱۰مه دوره کې په سعودي عربستان کې د امریکا پر سفارت د بې پیلوټه الوتکو او د اسراییلو په پلازمینه اتل ابیب او یو شمېر نورو ښارونو د بالیستیک توغندیو بریدونه کړي.

ایران که له یوې خوا د ځوابي بریدونو لپاره په عربي هېوادونو کې د امریکا پوځي اډو او د اسراییلو ویشتلو ګواښونه کوي، خو په ورته مهال د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر بیا د تهران پر وړاندې د واشنګټن اوسنی دریځ د امریکا د خلکو غوښتنه نه ګڼي او د اسراییلو د هغو پالیسو برخه یې بولي چې په سیمه کې یې غواړي.   

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي: « ښاغلي روبیو هغه څه منلي وو چې موږ ټول پرې پوهېږو. امریکا د اسراییلو د خوښې په جګړه کې ښکېله شوې او د ایران له خوا هېڅ داسې ګواښ ورته متوجه نه و. نو د امریکایانو او ایرانیانو دواړو د وینو بهېدنو مسوول هغه کسان دي چې د اسراییلوو غوښتنو ته لومړیتوب ورکوي. امریکایان د غوره ژوند کولو مستحق دي. باید خپل هېواد تر لاسه کړي.»

امریکا د منځني ختیځ په یو شمېر هېوادونو او پاکستان کې د خپلو سفارتونو ورځني فعالیتونه ځنډولي او کارکوونکو ته یې سپارښتنه کړې چې په خوندي سیمو کې پاتې شي.

په ورته مهال، د امریکا ولسمشر په سعودي عربستان کې د امریکا پر سفارت د ایران بریدونو ته په غبرګون کې یو ځل بیا ګواښ کړی چې ایران به د دې بریدونو سخت ځواب وګوري.

ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران هېڅکله اټومي وسلو ته نه پرېږدي او هغه مرکزونه به یې ویجاړ کړي چې د اټومي پروګرام غني کولو لپاره کارول کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: « په ډېرو ساده ټکو یې وایم! هغوی نه شي کولی اټومي وسلې ولري. که هغوی اټومي وسلې ولري، نو په منځني ختیځ کې سوله  نه شي راتلی. موږ هېڅ ډول د یورانیمو غني کول نه غواړو. یانې هېڅ  غني کول یې نه منو. که هغوی د اټومي پروګرام د بېرته رغونې هڅه وکړي، نو موږ یو ځل بیا اړ یو چې له منځه یې یوسو.»

د ایران پر وړاندې له امریکا سره  د اسراییلو د ګډې جګړې د ښکلتیا په اړه د دې هېواد لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو ویلي، په ایران کې د حکومت بدلون هغه ګواښونه پای ته رسوي چې اتل ابیب یې د ځان او خپلو متحدینو لپاره جدي بولي.

نتنیاهو دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې چې نوموړي په اتل ابیت کې د ایران د توغول شوي توغنديو ویجاړیو څخه لیدنه کوله.

نتنیاهو زیاته کړې: « د تهران ترهګر رژیم ملکیان په نښه کوي او موږ د ملکیانو خوندیتوب لپاره د دې رژیم پر وړاندې جګړه کوو. موږ په دې جګړه کې ځکه ښکېل شو چې موجوده سیمه‌يیز ګواښونه له منځه یوسو او ایرانیان له استبدادي رژیم څخه خلاص کړو. نو داسې ورځ رانږدې ده چې امریکا او اسراییل به هلته حضور ولري.»

نتنیاهو په ایران کې د استبدادي حاکمیت ادعا داسې مهال کوي چې د امریکا او اسراییلو په ګډو بریدونو کې د فېبرورۍ په ۲۸ مه، د ایران هرمزګان ولایت په میناب ښار کې د نجونو یو ښوونځی په نښه شو او له ۱۶۰ زیاتې زده‌کوونکو نجونو په کې ژوند بایلود او لسګونه نورې ټپیانې شوې.

لا کره روښانه نه ده چې تر دې دمه پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونو کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی،چې د مارچ په درېیمه د امریکا او اسراییلو الوتکو یو ځل بیا په تهران او مشهد ښارونو کې هوايي بریدونه کړي او یو شمېر ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist