«چاپېریال او دوامداره پراختیا» د هغه سیمینار نوم دی چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د چارواکو ترڅنګ، د پوهنتون استادان او محصلین هم ورته رابلل شوي دي.
په دې سیمینار کې د چاپېریال ساتنې او دوامداره پراختیا په تړاو بېلابېلې مقالې او علمي څېړنې وړاندې شوې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع الحق خالص د خبرو پرمهال وویل، ګڼ داسې لاملونه شته چې د افغانستان چاپېریال یې زیانمن کړی دی.
نوموړي په افغانستان کې د څلور لسیزو جګړو پرمهال د وسلو کارېدل او د اقلیم بدلون د بېلګو په توګه یاد کړل او زیاته یې کړه چې د افغانستان چاپېریال ته یې زیان رسولی دی.
د خالص په خبره، د زیان رسوونکو ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه ۰.۰۸ سلنه ده چې زیاته کمه بلل کېږي، خو د نورو له لوري د ګل خانه يي ګازونو د تولید له امله اغېزمن شوی دی.
خالص په دې اړه وايي: « د افغانستان چاپېریال د مختلفو عواملو له امله زیاتو مشکلاتو سره لاس په ګرېوان ی. که ښه ورته وګورو، په تېرو ۴۵ کالو جګړو کې ګلونه نه وېشل کېدل، بلکې په نړیواله کچه منع شوې وسلې کارول شي. د ګلخانه يي ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه ۰.۰۸ سلنه ده، خو موږ په ډېره زیاته پیمانه له دې حالاتو متضرر شوي یو.»
د سیمینار ګډونوالو ته د پوهنتون استادانو د چاپېریال ساتنې په تړاو خپل څېړنیز پرېزنټېشنونه او مقالې وړاندې کړې.
د دوی په باور، په اکاډمیکو مرکزونو کې اړوند تخصصي زده کړې کولی شي دوامداره پراختیا او پاک چاپېریال درلودلو په برخو کې مرسته وکړي.
د دوی په خبره، د پاک او باثباته چاپېریال د درلودو لپاره مهمه ده چې د علم او عمل ترمنځ توافق رامنځته شي.
د پوهنتون استاد عبدالبصیر نبي زاده وايي: « که غواړو تلپاتې پراختیا ته لاسرسی ولرو، که غواړو چې داسې یو باثباته چاپېریال ولرو چې د راتلونکو نسلونو په حق کې هم خیانت ونه شي، باید د علم او عمل ترمنځ سازګاري او پخلاینه رامنځته کړو؛ باید په خپلو پوهنتونونو، علمي او څېړنیزو مرکزونو باور ولرو.»
له علمي پلوه د چاپېریال او دوامداره پراختیا په تړاو دوې نظریې موجودې دي؛ یو باور دا دی چې موږ کولی شو پرته له دې چې چاپېریال ته زیان ورسوو، کولی شو دوامداره پراختیا ولرو او ټولنې ته هم خدمات وړاندې کړو، خو بله نظریه بیا داده، که غواړو سالم چاپېریال ولرو، باید لومړني طبیعي ژوند ته مخه کړو.
د پوهنتون استاد رمضان علي فصاحت په دې اړه وايي: « مدرنیستان په دې اند دي چې موږ کولی شو پرته له دې چې چاپېریال ته زیان ورسوو، هم پرمختګ او پراختیا ولرو او هم ټولنې ته هر ډول امکانات چمتو کړو؛ خو یوه بله نظریه بیا دا ده که غواړو د چاپېریالي ناورین مخه ونیسو، حل لاره دا ده چې باید د لومړني ژوند په لوري حرکت وکړو، طبیعي ژوند غوره او د هر هغه پراختیا مخالفت وکړو چې د انسانانو ژوند له خطر سره مخامخوي.»
د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي دغه راز وايي، د چاپېریال او دوامداره پراختیا په برخو کې لا زیاتو علمي څېړنو ته اړتیا ده او له دې لارې باید عامه پوهاوی ترسره شي؛ ترڅو خلک په خپل ورځني ژوند کې داسې امکانات ونه کاروي چې چاپېریال ته زیان رسوي.