د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند کرنیز فارم کې د بېلابېل ډوله اصلاح شویو تخمونو د لاسته راوړلو په موخه څېړنې ترسره کېږي.
د څېړنیز فارم مسوولین وايي، تر اوسه پورې په دې توانېدلي چې د غله جاتو، حبوباتو او غوړ لرونکو صنعتي نباتاتو په برخه کې اصلاح شوي تخمونه ترلاسه او بزګرانو ته یې په واک کې ورکړي.
د ننګرهار کرنې ریاست د کرنیز تحقیقاتي فارم مسوول سید نورالله سیفي وايي: « زموږ موخه دا ده چې د سیمې له اقلیمي شرایطو سره سم، ښه حاصل ورکوونکي تخمونه راپیدا کړو او بزګرانو ته یې ووېشو؛ ترڅو له دې سره د بزګرانو اقتصادي حالت ښه شي او ورسره څنګ کې غذايي او خوراکي امنیت هم تأمین شي.»
له بلې خوا بزګران لاهم شاکي دي. دوی وايي، اوس هم د اصلاح شویو تخمونو د نه شتوالي له امله د خپلې خوارۍ ګټه په سمه توګه نه شي ترلاسه کولی او ټینګار کوي چې مسوولین دې له دوی سره د اصلاح شویو تخمونو له مرستې سربېره، بازار ته د واردېدونکو بې کیفیته تخمونو مخنیوی هم وکړي.
بزګر اعظم ګل وايي: « د زراعت له کارکوونکو مو هیله دا ده چې اصلاح شوي تخمونه را ورسوي، ځکه دا محلي او نا اصلاح شوي تخمونه موږ ته هېڅ ګټه نه کوي. دا تخمونه ښه حاصل نه لري، خو اصلاح شوي تخمونه دوه چنده حاصل ورکوي.»
بزګر ګل ولي وايي: « دا تخمونه چې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو راځي، دا بې کیفیته دي او باید مخه یې ونیول شي. باید ښه تخمونه راشي، ترڅو زموږ تولیدات زیات شي. بې کیفیته تخمونه حاصل کم ورکوي او موږ ته هم تاوان کوي.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، دوی د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړې او په بازار کې د بې کیفیته تخمونو د پلورلو مخنیوي لپاره هم هلې ځلې کوي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن وايي: « زموږ مسلکي ټیم وځي او په بازار کې دوکانونه څاري، ترڅو په ګوته کړي چې څوک بې کیفیته تخمونه را نه وړي. زموږ د قرنټین مدیریت هم بیدار مامورین لري او نه پرېږدي چې بې کیفیته تخمونه زموږ هېواد ته را داخل شي.»
د کرنیزو چارو د کارپوهانو په باور، که د هېواد په داخل کې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي په موخه څېړنیز مرکزونه زیات او اصلاح شوي تخمونه تولید شي، د حاصلاتو په اندازه کې به زیاتوالی راشي اوهېواد به د ځان بسیاینې پر لور ګامونه پورته کړي.