د اګسټ ۱۹مه د بشرپالنې له نړیوالې ورځې سره سمون لري. د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړیوال مرستندویه بنسټونه هر کال دا ورځ له اړمنو سره د مرستو، هغوی ته د خدمتونو رسولو او اسانتیاوو برابرولو په شعار سره نمانځي.
خو سږ کال بیا دا ورځ داسې مهال را رسېږي چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې بشري وضعيت لاهم نه دی عادي شوی او دغه راز په غزه کې لسګونه زره بې ګناه وګړي د اسراییلو له لوري د ژوند له هر ډول اسانتیاوو بې برخې، سختې لوږې سره مخ او هره ورځ یې له منځه لسګونه تنه ژوند له لاسه ورکوي.
ملګرو ملتونو دا ځل دا ورځ د خپلو بشري مرستو رضاکارانو قربانۍ ته ځانګړې کړې.
د یاد سازمان سرمنشي انټونیوګوتېرېش وایي، تېر یو کال کې له غزې او سوډان سربېره، په ټوله نړۍ کې ۳۹۰ رضاکاران وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې: « د بشرپالنې کارکوونکي د هغو له ۳۰۰ میلیونو زیاتو خلکو لپاره وروستۍ هیله ده چې د جګړو یا ناورینونو ښکار شوي دي. خو د دې ژوند ژغورونکي ملاتړ لپاره مالي سرچینې مخ په ختمېدو دي او هغه کسان چې بشري مرستې برابروي، ورځ تر بلې د برېدونو لاندې راځي. تېر کال په ټوله نړۍ کې د بشري مرستو ۳۹۰ رضاکاران وژل شوي دي. له غزې نیولې تر سوډان او میانمار پورې؛ په دې برخه کې نړیوال قانون روښانه دی: باید د بشرپاله کارکوونکو درناوی او ساتنه وشي. هغوی هېڅکله د برید هدف نه شي. دا قاعده په هر ځای او هر وخت کې هېڅکله د بحث وړ نه ده چې دوی دې هدف وګرځول شي.»
ګوټېرېش همدا راز غوښتنه کړې چې نور دې د بشرپاله مرستو رضاکارانو وژلو ته د ټول بشریت د وژلو په سترګه وکتل شي او د جګړو ښکېل اړخونه دې د دوی ژوند ته جدي پام وکړي.
بله خوا، د افغانستان حکومت مسوولین بیا د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو پر داعیې نیوکه کوي او وایي، تېرو څو کلونو کې نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې خپلې مرستې سیاسي کړې او دې چارې اړمنو ته د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: « نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه نړیوال بشري بنسټونه د بشري مباحثو او په ځانګړې توګه له راستنېدونکو کډوالو سره د بشري مرستو په اړه خپل مسوولیت نه دی اداء کړی؛ زموږ غوښتنه دا ده چې نړیواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي، بشري مرستې سیاسي نه کړي، ترڅو مستحقو او اړمنو کسانو ته ورسېږي.»
د سیاسي چارو شنونکي له نړیوالو سازمانونو غواړي چې افغانستان کې د خلکو وضعیت ته په پام خپلې بشري مرستې وکړي او د وضعیت ښه والي په موخه له حکومت سره یو ځای کار وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیبالرحمان شمال وايي: « دا مرستې د میلیونونه راستنېدونکو کډوالو لپاره کافي نه دي. زه هیله لرم نړیوال بنسټونه د بشر دوستۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپلې مرستې زیاتې کړي. دغه راز، د افغانستان حکومت هم وکولی شي د نړیوالو بشري او اقتصادي مرستو د جذبولو په اړه ټولې زمینې برابرې کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « له بده مرغه په تېرو څلورو کالو کې له افغانستان سره د بشر دوستۍ او همپالنې اړوند موضوعاتو سیاسي بڼه خپله کړې. که چېرې په ریښتیا هم بشر دوستي مطرح وای، باید د غزې تړانګې ناورین ته د حل لاره پيدا شوی وای.»
سږ کال د بشرپالنې نړیواله ورځ داسې مهال رارسېږي چې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ ادارې(اوچا) د وروستیو شمېرو پر بنسټ، افغانستان کې اوس مهال شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري؛ خو پر نړیواله کچه د بسپنه ورکوونکو د ملاتړکمېدو له امله، یادو اړمنو ته د مرستو رسول ټکني شوي دي.