وچکالي، نړیوال صنعتي پرمختګ او په هېواد کې د ممنوعه وسلو کارول هغه عوامل دي چې له امله يې د افغانستان چاپيریال ته زیان اوښتی.
د چاپيریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع الحق خالص وايي، په هېواد کې د اقلیم بدلون د اغېزو مخنيوي په برخه کې د نړیوالو مرستو او عامه پوهاوي ته اړتیا ده.
خالص زیاتوي: « په سپین غره کې یې چې کومې وسلې وکارولې، په شینوارو کې یې د بمونو مور استعمال کړه، داسې نه ده چې په دې خاوره، هوا او اوبو کې یې اثرات نه دي پاتې بلکې له دې څخه زموږ هوا، اوبه او د خلکو روح او روان متضرر شوي او دا هر څه زموږ پر چاپېریال منفي اغېز کوي. همدا اوس زموږ هېواد کې داسې ماشومان پيدا کېږي چې معیوب وي یا له زېږون وروسته په مختلفو مرضونو اخته کېږي.»
بله خوا، د کرنې متخصصان وایي، اقلیمي بدلونونو له امله ختیځ زون کې تر ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدلو د خلکو پر ژوند او مالدارۍ منفي اغېز کړی او له امله یې خلک د خپلو اصلي مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د کرنیزو چارو متخصص عصمت دورانی وايي: « وچکالۍ، د ځنګلونو وهل او په طبیعت کې د خلکو مداخلې سبب شوې چې زموږ چاپېریال زیانمن شي.»
د کرنې متخصص عطا الحق بشري وايي: « کومه فیصدي ځنګلونه چې موږ په ننګرهار کې لرل، اکثریت له منځه تللي، همدا لامل دی چې واورې او بارانونه په ځنګلونو کې نه زېرمه کېږي بلکې په سېلابونو بدلېږي او دا سېلابونه بیا کرنیزې ځمکې، استوګنیز کورونه او د اوبه خور سیسټم له منځه وړي.»
سره له دې چې مسوولې ادارې د اقليمي بدلون د اغېزو مخنيوي په برخه کې هڅه کوي، خو یو شمېر مسوولین ټینګار کوي چې د اوبو بندونو جوړول او د ځنګلونوساتنه هغه څه دي چې د اقليمي بدلون د منفي اغېزو له کمولو سره مرسته کوي.
د کونړ کرنې ریاست کې د طبیعي سرچینو مدیر تابع الله وايي: « زموږ لاس کې د اوبو ډېر سطحي سرچینې شته چې باید ذخیره شي او د ضایع کېدو مخه یې ونیسو. موږ لګیا یو په کلیو او بانډو کې کوچني چک ډیمونه جوړوو، کومو ځایونو کې چې اوبه ډېرې وي هلته لوی بندونه جوړوو. په دې سره به هم تر ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي او هم د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره وکارول شي.»
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسوولینو مالوماتو پربنسټ، د اقلیم بدلون مخنیوي په موخه اوس مهال د نړیوالو په مرسته یو شمېر پروژې پیل شوې دي چې ډېره برخه یې د ځنګلونو بیارغونه ده.