Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
برني سینډرز: غزه کې روان وضعیت د فلسطینیانو نسل وژنه ده

برني سینډرز: غزه کې روان وضعیت د فلسطینیانو نسل وژنه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/06

د ۲۰۲۳ زېږدیز کال اکټوبر ۷ راهیسې غزه د اسراییلي ځواکونو تر هوايي او ځمکنيو بریدونو لاندې ده. په کنډوالو شویو کورونو کې تر لنډمهاله سرپناه لاندې فلسطیني وګړو له سختې لوږې او بمباریو د ځان ژغورنې لپاره لا هېڅ مرستندوی نه دی موندلای.

د راپورونو پر بنسټ، ګڼو هېوادونو او مرستندویه بشري سازمانونو د اسراییلو له خوا  په غزه کې د لوږې رامنځته کولو غیر انساني جنګي تګلاره غندلې او دغې تړانګې ته یې د سمدستي مرستو پر رسولو ټینګار کړی.

خو د نړيوالو سازمانونو د ادعا له مخې، واشنګټن او تل ابیب په منځنۍ ختیځ کې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو د تعقيب لپاره په دې اړه د نړیوالو غوښتنې بابېزه ګڼلې دي.

تازه امریکايي سناتور برني سنډرز د غزې په اړه د امریکا او اسراییلو پرېکړې او جنګي موقف په سختو ټکو غندلی او هلته يې د جګړې له امله واشنګټن او اتل‌ابیب پر ټولو وژنه تورن کړي او د بشري حقونو دروغجن مدعیان یې ګڼلي دي.

سنډرز زیاته کړې: «۶۰ سلنه امریکایان د فلسطینیانو پر وړاندې د نتنیاهو د وحشیانه جګړې مخالفت کوي. موږ له ډیموکراټ استازو سره پر ګډه اسراییلو ته د دې جګړې مالي ملاتړ درولو هڅې پیل کړې. آیا یو عام جمهوري پال وګړی غواړي چې میلیاردونه ډالر دې د ماشومانو د وږي ساتلو لپاره وکارول شي؟»

د غزې روغتیا وزارت ویلي، د اسراییلي ځواکونو په مرګونو بمباریو کې د څه باندې۶۰ زرو کسانو شهیدانو ترڅنګ د پراخې لوږې څپو هم هلته نږدې ۲۰۰ تنو د لوږې له امله ژوند له لاسه روکړی چې له نیمايي زیات یې ماشومان دي.

د دې ترڅنګ، د ملګرو ملتونو سرمنشي د خوړو خوندیتوب لپاره د څار ادارې د موندنو پربنسټ ویلي، اوس مهال په غزه کې د لوږې بشري ناورین ته سمدستي اوربند او د بشري مرستو رسول حیاتي دي.

انټونیو ګوټېریش زیاته کړې، د اسراییلو له لوري په غزه کې په قصدي توګه د لوږې رامنځته کول نه زغموونکی بشري جنایت دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز ویلي: « په غزه کې د لوږې رامنځته شوی وضعیت طبیعي آفت نه دی بلکې د انسان له خوا تحمیل شوی بشري جنایت دی چې نړیوالو یې باید له وړاندې مخنیوی کړی وای.»

خو اسراییلي چارواکو بیا په غزه کې د لوږې مرګونی وضعیت ردوي او د ټولې غزې د کنټرول لپاره د نویو پوځي عملیاتو له پلانولو خبر ورکوي.

د اسراییلو ۱۲ چینل په نوم ټلوېزیون د دې هېواد لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو دفتر کې د سرچینې له قوله راپور ورکړی چې نتنیاهو د امنیتي چارواکو سره د ټولې غزې نیولو لپاره د پلان جوړولو ځانګړې ناسته کړې.

د ۱۲ چینل د راپور یوه برخه کې راغلي: « څنګه کولی شو د جګړې درې مهم اهداف ترلاسه کړو؟ د دوښمن ماتول، د خپلو برمته وګړو خوشې کول او دا چې څنګه ډاډ ترلاسه کړو، غزه به نوره د اسراییلو خاورې ته ګواښ نه وي؟»

د خوړو خوندیتوب لپاره د څار نړیوالې ادارې (ای.پي.سي) د راپور پر بنسټ، اوس مهال په غزه کې شاوخوا ۷۱ ماشومان او ۱۷ زره ښځې د لوږې له امله د مرګ له جدي خطر سره مخ دي چې بېړنۍ تغذیې ته اړتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist